د امريكا ولسمشر باراك اوباما اروپا ته د يوې اونۍ په اوږده سفر كي نن د تركيې هيواد ته ورسېد.
ولسمشر باراك اوباما به د تركيې له چارواكو سره پر سيمه ايز امنيت وږغېږي او د افغانستان د ستونزي په باب به د تركيې ملاتړ واخلي.
د سياسي چارو شنونكي وايي د تركيې اړيكي په وروستيو كلونو كي له امريكا سره سړې سوي او دغه هيواد ته د باراك اوباما په سفر سره به ښايي بيرته تودې سي.
دا يوه مسلمان هيواد ته سپيني ماڼۍ ته د ولسمشر باراك اوباما تر ننوتلووروسته د هغه لومړنى سفر دئ.