په وردګو ولايت کې دامريکايي ځواکونو يوټانګ دسيداباد په لسوالې کې والزول شواو پنځه امريکايي سرتير په کې ځاي پرځاي مړه شول .
قاري منصور چې ځا ن حزب اسلامي ته منصوب وياند راپيژني له يوه ناڅرګند ځاي څخه لراوبر ته دټېلېفون په ليکه وويل چې امريکايانوموټر مو دريموډکنټرو په ماين سره والوزاوه او پنځه تنه امريکايان په کې ووژل شول .
که څه هم دوردګو ولا يت چارواکي دماين چاودنه دبهرنيانوپه کاروان تايدوي ولې وايې چې هيڅ ډول تلفات يي نه لرل .
دوردګو ولايت دلويې لارې پرسر دامنيتي پوليسو دقطعې مشر قوماندان وويل چې پېښه نن رامنځ ته شوه خو بهرنيانوته يې کوم تاوان نه دي رسولي .
په روانه اوتيره اونۍ کې داپنځم ځل دي چې ورته چاودنې دوردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ اړوند ه همدې سيمه کې کيږي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه