کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ناټو فعالیتونه څیړلي او لیکلي دي چې ناټو باید د افغانانو زړونه خپل کړي.


ورځپاڼې لیکلي دي چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو خپل سري عملیات چې پکې عامه خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي ددغو ځواکونو په وړاندې د افغانانو د کرکې سبب شوي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د لوې درستیز په حواله لیکلي دي چې د القاعده د شبکې جګ پوړي مشران د پاکستان په قبایلي سیمو کې پټ شویدي.


ورځپاڼې افغانستان ته د پنځو زورو نورو بهرنیو سرتیرو د استولو خبر هم ورکړې او لیکلي دي چې دا سرتیري له انتخاباتو نه مخکې افغانستان ته رارسیږي.



د هیواد دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې  د افغانستان روان حالت ته په اشارې لیکلي دي چې دا ملي ګټو ته د ژمنتیا پړاو دې او له ټولو سیاستوالو يې غوښتې دي چې د ملي ګټو لپاره دې خپلې شخصي ګټې یوې خواته کیږدي.


ورځپاڼې د هاګ د غونډې په اړه د ولس مشر کرزي پرونۍ څرګندونې هم راغستي او لیکلي دي چې نړیواله ټولنه اوس دا مني چې د ترهګرو پټې ځالې او د هغوې د روزنې مرکزونه په افغانستان کې نشته.


ورځپاڼې د ماینونو پر ضد د مبارزې نړیوالې ورځې ته په اشارې چې پرون ونمانځل شوه لیکلي دي چې د ماینونو کروندې اوس هم د ګڼو افغانانو ژوند ګواښوي.



د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژۍ او د هاګ غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې نړۍ یو ځلې بیا هوډمنه شوې او افغان سیاستوال باید دا چانس له لاسه ورنکړي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د بغلان ولایت د څارنوالانو دا ګیله هم راغستې چې ویلي دي ددغه ولایت امنیتي ادارې په اداري فساد کې د ښکیلو کسانو په نیولو کې همکاري نه کوي او دا مسله د فساد د زیاتوالي سبب شوې.



د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کږې په پاکستان کې د ترهګرو فعالیتونو ته په اشارې لیکلي دي چې د ترورستانو د فعالیتونو زیاتوالې پاکستان ګواښوي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې هم په پاکستان کې د ترورستانو فعالیتونو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې افغانستان نه بلکه پاکستان د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دې.
 



د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.


انیس بیا پخپله سرمقاله کې د ناټو شپیتمې سرمشریزې ته په اشارې لیکلي دي چې د ترورزم د ستونزې  حل د ټولې نړۍ هڅې غواړي.


خو اصلاح بیا د هاګ په غونډې تبصره کړې او لیکلي دي چې نړیوالې ټولنې د افغان دولت تیر اووه کلن دریځ تائید کړ.



د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله په افغانستان کې د ناټو تیرو کړنو او راتلونکې  ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې ناټو هم پدې پوه شوې  چې یوازې په پوځي لاره د بري ترلاسه کول امکان نلري.


ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې د امریکا د ولس مشر په حواله لیکلي دي چې امریکا په یوازې ځان د افغانستان د ستونزو بوج نشي اوچوتولې.


ورځباڼې په یو بل ځاې کې لیکلي دي چې نشه يې توکي د ترورزم تمویلوونکي دي او باید د هغې مخه ونیولې شي.