کور / تازه خبرونه / کنړ :لس پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي

کنړ :لس پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي

 



لس پروژي د څلورنيمومليونو افغانيو په ارزښت د ملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس د کليوالو په ونډي پدي وروستيو کي د کنړپه ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .



د دغه ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو د وينا له مخي پدي پراختيايي اوټول گټو پروژوکي د(٣٧) مترو په اوږدوالي يو استنادي ديوال ، د(٨٥٩) مترو په اوږدوالي لاري اوکوڅي ، حمامونه ، دڅښاک داوبوڅاگاني او دآشپزي د لوښوبرابرول شامل دي .



يادي شوي پروژي دکنړ ولايت په مرکز اسعدآباد اود نورگل ، سرکانو، منوري په ولسواليو کي بشپړي ، چي له هغه نه څه دپاسه (١٨٢٤) کورني برخمني شويدي