د كندهار د تېل خرڅوونكو د اتحاديې مشر د پنجشنبې په ورځ د وسله والو كسانو له خوا تښتول سوى دئ.
د دغي اتحاديې يوه غړي لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي حاجي محمدصادق د كندهار د پنځمي ناحيې د ميرويس لېسې په شاوخوا كي نا معلومو وسله والو د پوليسو په موټر كي تښتولى چي تر اوسه يې سرنوشت نه دئ معلوم.
د حاجي محمدصادق د تښتوني پر ضد د كندهار د تيلو تجارانو نن احتساب هم كړى او وايي دوى به تر هغه وخته د تېلو خرڅلاو بند كړي، چي مشر يې خوشي كېږي.