په سویلي افریقا کې د افغانستان او کینیا ترمنځ لوبه د افغانستان په ناکامۍ تمامه شوه، پدې توګه کینیا افغانستان په ۱۰۷ منډو ماتې ورکړه، د افغانستان له لوري ستره اشتباه د کبیر خان دا وه چې د هستي ګل عابد پر ځای یې خالقداد نوري په لوبه کې شامل کړ، خالقداد نوري نه ارجنټاین کې لوبېدلی وو او نه هم د سویلي افریقا په تېروو دوو لوبو کې ولوبېده.
خالقداد د افغانستان له لوري په بالینګ کې ډېر بد پیل وکړ، هغه په درېیو اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې، هغه پر افغان بالرانو سخت فشار واچوه، دا فشار هغه وخت جوت شو، چې د خالقداد پر ځای اصغر ستانکزی بالینګ ته راوستل شو، اصغر ستانکزی ریګولر بالر ندی، یعنې د حساب وړ بالر نه وو، خو بیا هم له خالقداد نوري یې ښه بالینګ وکړ.
ورپسې د حمید حسن بالینګ هم زیات ونه برېښېد هغه په ۹ اورونو کې ۶۷ منډې ورکړي چې خورا زیاتې وې، حمید حسن هغه بالر دی چې د افغانستان د ملاتیر بلل کیږي.
تر ټولو ښه لوبه د دولت احمدزي له لوري وشوه، دولت احمدزي وښوده چې له ښو لوبډلو سره هم ښه لوبه کولای شي او ددی توان لري چې په سخت حالت کې د افغانستان په ګټه تمام شي.
په بېټېنګ کې نسبتا ښه پیل وشو، شفیق څو ښکلي شاټونه ووهل، ولې کریم صادق چې زیاته هیله ترې کېده ونه ځلېد کریم ۸ منډې وکړې او شفیق ۲۵ منډې وکړې.
پدې لوبه کې بیا سترګې شهزاد خان ته وې، شهزاد خان نوی لوبغاړی دی چې افغانستان ته راغلی، هغه نن بیا ونه ځلېد، شهزاد خان ایله ۴ منډې وکړې چې لږ وې.
په بېټېنګ کې د کپټان نوروز منګل لوبه هم بې خونده وه، هغه په ۱۰ منډو وسوځېد، اصغر بیا په ۶ منډو وسوځېد.
د پام وړ لوبه د محمد نبي عیسی خېل وه، نبي عیسی خېل په یوازې سر ۵۶ منډې وکړې، ښه لوبه یې وکړه.
د سمیع الله شینواري لوبه هم بده نه وه، هغه ۲۵ منډې وکړې، ریس احمدزي ۱۹ منډې، دولت احمدزي ۱۰ منډې، خالقداد نوري په ۱۷ بالونو ۳ منډې وکړې.
خالقداد نوري ډېره عالي لوبه وکړه، ښه بالینګ یې وکړ او ډېر ښه بېټېنګ یې وکړ، خالقداد نوري هغه لوبغاړی وو چې د هغه ورور الله داد نوري پرې زیات ویاړ کاوه. په ۳۸ اوور کې سمیع الله یوه منډه وکړه، افغانستان ۱۵۴ منډې کړي، دوه نور لوبغاړي ورسره شته. سمیع الله شته دی. اتل ستوری محمد نبي عیسی خېل وسوځېد، که نورو هم د نبي غوندې لوبه کړې وای نو ښايي لوبه بریالۍ شوې وای. افغانستان په ۹۰ بالونو ۱۴۴ منډو ته اړتیا لري. محمد نبي عیسی خېل پنځوسی وکړ، سمیع الله شینواری هم ورسره ولاړ دی ، هغه ۱۴ منډې کړي. افغانستان په درېیو ویکټو په ۹۶ بالونو کې ۱۴۶ منډو ته اړتیا لري. نبي عیسی خېل او سمیع الله شینواری ولاړ دي، نبي ۴۹ منډې کړي او سمیع الله شینواري بیا ۱۳ منډې کړي. نبي عیسی خېل ۴۶ منډې کړي، سمیع الله شینواري بیا ۹ منډې لري، افغانستان ۱۳۰ منډې کړي ، شپږ سوځېدلي، ۳۲ اورونه شويدي. محمد نبي عیسی خېل لا ولاړ دی، افغانستان ۱۲۰ منډې کړي، ۶ یې سوځېدلي، ورسره سمیع الله شینواری هم شته. نبي دوه شپږې او دوه څلورې وهلي، هغه ۴۳ منډې لري. نبي عیسی خېل ۳۹ منډې وکړې، ورسره سمیع الله شینواری ولاړ دی. نبي عیسی خېل ۳۴ منډې کړي، دوه شپږې یې وهلي، ریس احمدزی وسوځېد، اوس سمیع الله شینواری راوتی. محمد نبي عیسی خېل یوه شپږه ووهله، اوس افغانستان ۹۶ منډې لري، ۵ سوځېدلي، ۲۳ اورونه شوي دي، ریس احمدزی او نبي احمدزی ولاړ دي. افغانستان اوس په ۱۷۴ بالونو ۱۹۸ منډو ته اړتیا لري. ریس احمدزي لوبه لږ ښه کړه، دوعا ورته وکړئ خدای دی ریس احمدزی او محمد نبي احمدزی وچلوي. افغانستان په ۱۸۵ بالونو ۲۰۹ منډو ته اړتیا لري. ریس احمدزی او محمد نبي عیسی خېل ولاړ دي، ریس احمدزي ۸ منډې کړي او محمد نبي بیا ۱۱ منډې لري. افغانستان ۶۷ منډې لري، ۵ سوځېدلي، اتلسم اوور روان دی. ریس احمدزی او محمد نبی عیسی خېل ولاړ دي. اصغر ستانکزی هم وسوځېد، هغه ایله ۶ منډې وکړې، افغانستان ۵۷ منډې لري، په ۲۱۶ بالونو ۲۲۶ منډو ته اړتیا لري، چې خورا سخت کار دی، ریس احمدزی، سمیع الله شینواری، دولت احمدزی، حمید حسن پاتې دي، خالقداد نوري ته هېڅ تمه نه کیږي. محمد نبي عیسی خېل او اصغر ستانکزی ولاړ دي، افغانستان ۵۰ منډې لری، ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي. ۱۲ اورونه شوي دي. همدا اوس محمد نبي عیسی خېل او اصغر ستانکزی ولاړ دي. د افغانستان لومړي څلور لوبغاړي وسوځېدل، کریم صادق، شهزاد خان، شفیق الله او نوروز منګل سوځېدلي. نوروز منګل یوه څلوره ووهله، اوس افغانستان ۴۳ منډې لري، کریم صادق او شهزاد خان سوځېدلي. افغانستان ۳۷ منډې لري، دوه یې سوځېدلي. شفیق او نوروز منګل ولاړ دي، شفیق ۲۲ منډې کړي، افغانستان ۳۳ منډې کړي، دوه یې سوځېدلي. هغه ته چې سترګې زیاتې ور اوښتې یعنې شهزاد خان وسوځېد، هغه ایله ۴ منډې وکړې، کپټان نوروز منګل لوبې ته راوتی او ورسره شفیق هم ولاړ دی. شهزاد خان او شفیق ولاړ دي، ټولې سترګې شهزاد خان ته دي. افغانستان اوس ۳۱ منډې لري، یو یې سوځېدلی، کریم صادق وسوځېد، ډېر بد خبر د افغانستان له اړخه ستورو کریم صادق او شفیق الله لوبه پيل کړې، شفیق ۱۰ منډې کړي، یوه شپږه یې وهلې او کریم صادق بیا ۸ منډې لري. د افغانستان بالرانو نن په لومړي ځل ډېره خرابه لوبه وکړه، خالقداد نوري چې هیڅ نه لوبېده او نه هم دومره تجربه یې لرله، هغه نن د افغانستان د بالینګ پيل وکړ، چې په درېیو اورونو کې یې ۲۹ منډې ورکړې. د خالقداد نوري راتګ پدې لوبه کې بیخي بې ځایه وو او ان که لوبه بایلل کیږي، پړه یې پر خالقداد نوري اچول کیږي، خالقداد نوري د کرکټ بورډ د پخواني مشر الله داد نوري ورور دی. اوس ټولې هېلې منډه جوړونکو ته پاتې دي، خو دا د افغانستان لپاره خورا زیات سخت هدف دی، ځکه افغانستان لا تراوسه د دومره منډو سره ندی مخامخ شوی، ورپسې د حمید حسن نننۍ لوبه دومره ونه برېښېده، هغه په ۹ اورونو کې ۶۷ منډې ورکړې، چې زیات وټکېده. له کینیا سره لوبه یوازې د هستي ګل عابد لپاره ښه جوړېده. د افغانستان له اړخه وروستی اوور روان دی، حمید حسن یې کوي، حمید حسن زیات ټکېدلی، هغه په اتو اورونو کې ۵۱ منډې ورکړي. کینیا ۲۶۴ منډې کړي. کیپر محمد شهزاد خان یو لوبغاړی په منډه وسوځاوه، د محمد نبي په بل بال باندی ریس احمدزي د کیینا د بل لوبغاړي کېچ ونیاوه. منډې شوي لا اتلس بالونه نور هم پاتې دي. خورا سخت هدف دی. حمید حسن هم زیات وټکېده هغه په ۷ اورونو کې ۴۲ منډې ورکړي، څلور څلوېښتم اوور حمید حسن وکړ، پنځه څلوېښتم اوور کریم صادق کوي. د ټوکولو کېچ سمیع الله شینواري واخیست، ډېره ښه سمیع تکړه لوبغاړی دی. دري څلوېښتم اوور ډېر ښه اوور وشو، کریم صادق د کینیا کپټان ټوکولو وسوځاوه، هغه ډېره تېزه لوبه کوله. درې څلوېښتم اوور کریم صادق کوي. دوه څلوېښتم اوور حمید حسن وکړ، هغه ۵ منډې پکې ورکړې، بد اوور نه وو. کینیا ۲۰۸ منډې کړي، ۴۲ اوور روان دی. کینیا خپله پاور پلې واخېسته ، د پاور پلې په لومړي اوور کې یې ۱۴ منډې وکړې، دا اوور نوروز منګل وکړ. افغان بالرانو ته پکار دي، چې د کینیا لوبغاړي ژر وسوځوي او فشار پرې واچوي. څلوېښتم اوور سمیع الله شینواري وکړ یوازې دوه منډې یې ورکړې. کینیا په ۳۹ اورونو کې ۱۹۲ منډې لري، دوه لوبغاړي یې سوځېدلي. د کینیا لوبغاړي تېزه لوبه کوي، که همداسې روان وي، نو ښايي افغان لوبډلې ته لوړ هدف وټاکي. کینیا په ۳۸ اورونو کې ۱۷۹ منډې لري، دوه یې سوځېدلي، ستوري نوروز منګل د کینیا تېزه منډه جوړونکی الیکس وسوځاو. حمید حسن هم بالینګ کوي ، خدای دی وچلوي. کینیا په ۳۴ اورونو کې ۱۵۹ منډې لری. سمیع الله شینواري په ۸ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړي، نبي بیا په پنځو اورونو کې ۲۲ منډې ورکړي، حمید حسن بالینګ نه کوي. کینیا په ۳۱ اورونو کې ۱۳۶ منډې لري. کینیا اوس ۱۲۴ منډې لري، ۲۷ اورونه شوي دي. د حمید حسن په دوهم اوور کې ۱۰ منډې واخېستل شوی. په ۲۲ اورونو کې اوس کینیا ۱۰۱ منډه لري، یو لوبغاړی سوځېدلی. حمید حسن او سمیع الله شینواری بالینګ کوي. اتل ستوري سمیع الله شینواري په خپل لومړي اوور کې د کینیا یو لوبغاړی وسوځاوه، اتل ستوري حمید حسن خپل لومړی اوور مېډن کړ. څوک لا ندي سوځېدلي، ۱۸ اورونه شوي دي، کینیا ۸۴ منډې کړي. اصغر شپږ وکړل، ۳۰ منډې یې ورکړي، غریب ملامت ندی، دولت احمدزي نهه اورونه کړي، ۲۳ منډې یې ورکړي. اصغر پنځه اورونه پوره کړل، ۲۳ منډې یې ورکړي سره له دې چې هغه د بالر په توګه نه لوبیږي ښه بالینګ یې وکړ ولې خالقداد چې د بالر په توګه لوبیږي، په درېیو اورونو کې ۲۹ منډې ورکړي. څوک ندي سوځېدلي، ۱۲ اورونه شوي، ۶۱ منډې لري. د هستي ګل پرځای د خالقداد راتګ د لوبې د بایللو معنی هم ور کوي، خالقداد د کرکټ بورډ د پخواني ریس الله داد نوري ورور دی. اصغر درې اورونه کړي، ۱۶ منډې یې ورکړي. ښه بال دی. دولت احمدزي شپږ اورونه کړي، ۱۴ منډې یې ورکړي، چې ډېر ښه بال ېې کړی. د خالقداد پرځای اصغر ستانکزی بال کولو ته راوستل شو، اصغر خورا ښه پيل کړی، هغه په یوه اوور کې دوه منډې ورکړي. خالقداد په درېیو اورونو کې ۲۹ منډې ورکړي افغانستان یې په سخت حالت کې اچولی. دولت احمدزی خورا ښه بال وکړ، هغه په څلورو اورونو کې ۵ منډې ورکړي. دولت احمدزي ښه بال کړی. هغه په درېیو اورونو کې ۳ منډې ورکړي. کینیا په ۶ اورونو کې ۳۴ منډې لري.څوک ندي سوځېدلي. په مهمې لوبې کې د خالقداد راوستل د کرکټ پوهانو په باور بې ځایه کار وو، ځکه خالقداد نه تجربه لري او نه هم لوبېدلی. خالقداد په درېیو اورونو کې ۲۹ منډې ورکړي. خالقداد ولې راوستل شوې؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ د هستي ګل پر ځای د خالقداد راوستل بې ځایه ګام برېښي. خالقداد په دوو اورونو کې ۲۰ منډې ورکړي. د افغانستان او کینیا ترمنځ لوبه پيل شوې، خو ترټولو ضعیف ټکی دا دی چې د هستي ګل عابد پرځای خالقداد نوري راوستل شوی.