د شنبې په سهار افغان چارواكو د هلمند ولايت په كجكي ولسوالي كي د شلو طالبانو د وژني خبر وركړ.
د هلمند چارواكي وايي دغه طالبان برايي د افغان او ايتلافي ځواكونو په مخامخ جنګ او بمباريو كي وژل سوي دي.
د كجكي په ولسوالي كي د طالبانو او حكومت ترمنځ جګړو په تېره اونۍ كي خورا زور اخيستى، چي تېره اونۍ له همدې ځايه د ۶۵ طالبانو د وژني خبر وركړل سو.
طالبان په سيمه كي جګړې تائېدوي خو خپلو جنګياليو ته اوښتې مرګ ژوبله نه مني او وايي وژل سوي كسان ولسي وګړي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه