کور / شعر / غزل

غزل

ډيوي پتنګ كـــه بـــي ګنـــاه ســيزى


مــادي دميــــني پـــــه جـفــــاسيـــــزى


يوپه رقيـب بــاندي مــي مــه قـــتلوه


نورچي مي هرڅـه پـه هــرچـــاســيزي


ګنهكارهلته پـه دوزخ كــي ســوځـي


خوته مـي اوس پــه دي دنـيا سيــزى


څوك په ښيرو بـاندي تبـاه تـباه شــي


تـــه مـــي دميـــني پـــه دعـــــا سيـــزى


زه خو پدي بانـدي هــم نــه پــوهيـــږم


چي ټول عـالـم كــه تـنهــا مـــا سيــزى


رقيب تــه ولــي پـــه مســكاورګــوري


په داسي حـال كـــي دي اشــناسيــزى


رحيمـي مينـــه كــــي هــــرڅـــه مـنــلي


كه يي پـــه زرځــلــي هـــم بيــاسيـــزى


۱۳۸۷-۱۲-۲۹