ايتلافي ځواكونه وايي د افغان پوځيانو سره په همكاري يې په مخامخ جنګ او بمباريو كي دوولس طالبان او يو ملكي كس وژلى دئ.
د لوګي امنيه قومندان مصطفى محسني طالبان د جنګ له صحنې څخه پر شا سوه او په يوه كور كي پټ سول، چي په بمباريو كي يوه ملكي ښځه ووژل سوه.
د نوموړي په وينا پېښه د پنجشنبې په ورځ ناوخته رامنځته سوې ده.