کور / تازه خبرونه / چوهدري: د سوات د نجلۍ قضيه خپله څېړم

چوهدري: د سوات د نجلۍ قضيه خپله څېړم


د پاكستان قاضي القضات افتخار محمدچوهدري حكم كړى، چي په سوات كي د طالبانو له خوا وهل سوې نجلۍ او په قضيه كي ښكېل مقامات دي، د اپرېل تر شپږمي ستري محكمې ته حاضر سي، چي قضيه به يې خپله دى وڅېړي.
قاضي القضات وايي په څېړونكي هيئت كي به نور قاضيان جاويد اقبال، سردار رضاخان، خليل الرحمان رمدي، فقيرمحمدكهوكهر، ميا شاكرالله جان، راجه فياض او چوهدري محمداعجاز هم ورسره شامل وي.
قاضي القضات دغه حكم د هغي نجلۍ په اړه صادر كړ، چي پرون يې په رسنيو كي يوه داسي ويډيو خپره سوه، چي دوو طالبانو له سر او پښو نيولې او دريم يې د خلګو په مخ كي د بد اخلاقۍ په تور په چلاخو وهي.