ای ښـــــکليه سپـــرليه ! له غــنچـــو سره راځــــه
دمــيـنــې ویـجــاړ کــلـي تـه وږمــو ســره راځـــه
د بـــزم بــازار تود کـــړه لــکه رزم دلــته تـــل
سېل جـوړ کــړه د بــلـبـلــو لــه نغمو سره راځه
په ښکلود باګرام هــم ګــوذ ر ژروکړه د سولـې
څــپــې د امــن شیـــنده خــوشالو سره راځـــه
د مینې د حــرم تلوسې ســوزي شـــادمـــان دیـــو
وږمه بـاغ د حـــرم کړه ښاپـــېرو ســره راځــــه
دې وهــم په ټـــالو کې چې ســندرې ناڅي اوس
د کوډو،بیم لـمبه کړه خــوځــېــدو ســره راځــه
زمان په مخ راکړي تــل څــپـېـړې دخــنــجـــر
د مینــې له منـــترشــړق د کمـــڅو سره راځــه
په او ښـــکو د شبنم و کړه د زړونو ” اهتمام”
چې و ويــنځي کينې له پاکو زړو سره راځــه
د ویــنــــو سودا ګروته!؟
سپرلیه تا ته مو وې هیلې
دې ښکلاوو ، رنګینیو او خوښیو هیلې
مینه کې نغښتې دې امنیت
او پرېمانیو هیلې
څنګه سپرلی ئې ته ؟!
چې توپانونه ، سېلابونه او ستم لوروې
د سېمرغ ځالې او بچیو باندې بم لوروې
دې ملالۍ زیارت ړنګ شوی ، دې ایوب بچیو!
دې خوشحال خان او دې رحمان بابا عـزت وساتئ
چا مو عزت ، چا مو تاریخ ولې هستۍ واخېستې
دې بل په لمسه ئې زموږ د خـولې مړۍ واخیستې
تا ته دې هیلو او دعاوو لپې پورته نیسو
په مونږه مه پلوره دوینو سېلاب
په ډالري لوړ قېمت !؟