د کيوبا د انقلاب نامتو لارښود او ددې هيواد پخوانۍ جمهور رئيس فيډل کاسټرو چي دم درحاله د سپينږيرتوب شپې سبا کوي په لندن کي د شلو هيوادو د مشرانو پر سرمشريزه غونډه باندي چي تازه پای ته ورسېده سخت انتقاد کړی دی . د کيوبا خبري آژانس پرنسا لاتينا كوبا وايي چي فيډل کاسټرو په خپله مقاله کي پردې غونډي باندي د خپل انتقاد تاکيد ځکه کوي چي ۱۸۰ غريب هيوادونه په دغه غونډه کي برخه نه درلوده او د نړۍ د ميلیارډو انسانانو سرنوشت يوازي په هغه پرېکړو او تصاميمو پوري وتړل سو چي ماړه هيوادونو او څو محدوده اشخاصو هغه ترلاس لاندي نيولي وه . کاسټرو زياته کړېده چي لوی صنعتي هيوادونه په خپلو کي د زياتو توپېرونو سره مخامخ دی او د لندن سرمشريزه غونډه په داسي حال کي شروع سوه چي هغوی د خپلو اقتصادي او ايډيالوژيکي تناقضاتو په وجه نړۍ د يوه شديد بحران سره مخامخ کړې او د ډوبېدو خواته يې رهي کړېده. د ننۍ پېچلي نړۍ ځانګړتياوي بس په همدې څه پوري اړه لري . کاسټرو د ډله ائزه رسنيو څخه هم انتقاد وکړ چي د نړۍ د اقتصادي بحران پر پرمختياوو او د ۲۰ هيوادو د ډلي د غونډي پر محتوياتو يې غوږونه کاڼه اچولي او خپل ضعف يې ښودلی دی . کاسټرو تازه ويلي وه چي د نړۍ خلک حق لري د نړۍ دمالي بحران په وجوهاتو ځان پوه او د هغه په اثراتو باندي ځان خبر کي .