کور / تازه خبرونه / د افغانستان سبانۍ لوبه له كينيا سره ده

د افغانستان سبانۍ لوبه له كينيا سره ده


د افغانستان د كركيټ ملي لوبډله چي د ۲۰۱۱ كال د نړيوالو سياليو د غوراوي په وروستي مقام كي ده، پرون يې برموډا او وړمه ورځ ډنمارك ته ماته وركړه.
د بي بي سي د پښتو څانګي همكار ايمل پسرلى چي د جنوبي افريقا لوبو ته د افغان لوبډلي سره تللى، وايي افغانستان نن لوبه نه لري، خو سبانۍ يې د هالنډ سره نه، بلكي د كينيا له هيواد سره ده.
د ښاغلي پسرلي په وينا كينيا كه څه هم يوه بايللې او يوه ګټلې لوبه لري، خو لوبغاړي يې ځكه تكړه او تجربه كار دي، چي د ۲۰۰۳ كال په نړيوالو سياليو كي سيمي فاينل ته وتلي وو، خو له دې ټولو سره – سره افغان زلميان هم كمزوري نه دي او خداى (ج) ته اميد لري چي لوبه به وګټي.
ښاغلي پسرلي بي بي سي ته د افغان لوبغاړو د ورځنيو چارو په اړه هم معلومات وركړل، چي وايي د مذهبي مقدساتو سخت خيال ساتي، لمونځونه نه قضاء كوي، له يو بل سره ټوكي كوي، موسيقي اوري، په ښار كي نه ګرځي او ټاكل سوې ده چي نن د جمعې د لمانځه دپاره له هوټل څخه تر يوه جامع جومات پوري ۳۰ كيلومتره لاره ووهي.