کور / تازه خبرونه / خوست كې پر يو ژورنالېست مرګونى بريد وشو

خوست كې پر يو ژورنالېست مرګونى بريد وشو

 


ناڅرګندو وسله والو، په خوست كې د يوې سيمه ييزې راډيو د خبريال پر موټر بريد كړى او له امله يې نوموړى خبريال ټپي شوى او د هغه يو د تره زوى وژل شوى دى.
دا پېښه نن له غرمې وړاندې، د خوست ښار شل كيلومټره شمال ختيځ لوري ته، د صبريو ناارامې ولسوالۍ د يعقوبيو ښارګوټي ته نېږدې شوې.
د سرحدي صدف په نوم دغه خبريال، چې په خوست كې د ولس غږ په نوم له يوې شخصي راډيو سره كار كوي، له پېښې وروسته، په داسې حال كې چې په ټپي سر يې سپينه پټه تړلې وه، خوست ميډيا سنټر كې يو خبري كنفرانس وركړ.
ده وويل، چې بېګا په صبريو ولسوالۍ كې خپل كور ته تللى ؤ او سهار چې بېرته ښار ته راتلو، نو له دې مرګونې پېښې سره مخامخ شو.
دى وايي: ((سهار چې له يوه ورور او ترو زامنو سره يو ځاى له كوره راتلم، د يعقوبيو ولسوالۍ ته نېږدې، بيخي په لږه فاصله كې يو موټر، چې له وړاندې يې هارن راباندې كاوه، رانه مخكې شو او پر موږ يې ناڅاپه د ټوپكونو ډزې پيل كړې، چې په پايله كې يې زه ټپي شوم او زما يو د تره زوى په حق ورسيد.)).
صدف وويل، چې دوى او كورنۍ يې هېڅ حكومتي دندې او كومه شخصي دښمني هم نه لري.
ده وويل: ((زموږ د كورنۍ هېڅ غړى داسې كومه دنده نه لري، چې موږ پرې د چا له خوا په نښه شو، او له ما سره چې كوم تره زوى ووژل شو، هغه هم ازاده سوداګري كوي او هره ورځ كور او بازار ته تګ راتګ كوي، خو زه نه پوهېږم، چې دا كار به چا كړى وي؟.))
د ولس غږ راډيو مشر امان الله حقمل د خپل خبريال سرحدي صدف پر ټپي كيدو د خواشينۍ ښودنې ترڅنګ دا يادونه هم وكړه، چې وخت ناوخت ورته د نامعلومو خلكو له خوا ګواښونه كيږي.
د خوست ميډياسنټر مشر نشان الدين اهېنګر پر ژورنالېست د بريد دغې پېښې غندنه وكړه او ترڅنګ يې له حكومته هم، د ژورنالېستانو خونديتوب ته د پاملرنې غوښتنه وكړه:
د يادولو ده، چې له دې وړاندې هم، د هېواد د نورو يو شمېر سيمو په څېر د خوست ځينې ژورنالېستان هم، له ګواښونو، وهنو او ټكونو سره مخامخ شوې، چې ښه بېلګه يې څه وخت وړاندې د پوليسو له خوا د اريانا ټلويزيون خبريال وهنه وه.
خوست مېشتو ژورنالېستانو په نننۍ راټوليدنه كې وويل، چې كه روان حالت همداسې دوام وكړي، نو د مسلكي كار پر وړاندې به يې خنډونه ډېر شي او دوى به په قلم د ټوپك له مبارزې عاجز وي.