پرون د افغانستان جمهور رئيس حامد كرزي د تركيې په پايتخت انقره كي د پاكستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره وكتل.
دا په تېرو درو كلونو كي دريم ځل دئ چي د تركيې ولسمشر د افغانستان او پاكستان ترمنځ د ولسمشرانو غونډه جوړوي.
د افغانستان او پاكستان مشرانو د خپلو هيوادونو د امنيت ټينګولو په برخه كي د استخباراتي معلوماتو او پوځي تجربو پر شريكولو، د اقتصادي او سياسي اړيكو پر ټينګولو باندي خبري وكړې.
د تركيې ولسمشر عبدالله ګل تر دې دمخه په ۲۰۰۷ كال د افغان مشر حامد كرزي او د پاكستان د پخواني جمهور رئيس پروېز مشرف ترمنځ او په ۲۰۰۸ كال د زرداي او كرزي ترمنځ دغسي غونډي جوړي كړي دي.
د انقرې په پرونۍ غونډه كي د افغانستان او پاكستان لوړ پوړي پوځي او استخباراتي مامورينو هم ګډون كړى وو.