کور / شعر / غزل

غزل


نــــوردرنـــــه ځــــمه روانېږمـــــه دخـــــدای پامان
مورچـــلـــــه !بیــــانـــه راستنېږمه دخدای پامان

یوڅــــوشېبې مي پرتندي ستاانـځورونــــه کتل
اوس د ئینې غونـــــدي ماتېږمـــه دخدای پامان

ستاپه ګریبان کي مي دمیني سبق نه زده کېدی
نـــــوردي مکتب کي نـــه وسېږمه دخدای پامان

زه دادب لـــه ښاره وځم نــــــوربــــــه نـــــه یم ادیب
یوبـــــې سیواده یـــــم شرمېږمـــــه دخدای پامان

افـغان چي غواړمه  رخــــصت ئي دبهیرملګرو!
والله چـــــي ځښته پـــــه زورېږمـــه دخدای پامان