کور / شعر / نوبهاره

نوبهاره


راوړ د  نارنج ګل  زیری  بیا  د  نوبهاره
وړې به دکابل په لور خوشبو د ننګرهاره
بیا به د نارنج ګلومیله جوړ شي باغونو کې
بیا به نجونې ځانګي خوشحالي کوي تالونوکې
خلک  به  راځي  بیا  د  کابل او  قندهاره
راوړ د  نارنج ګل  زیری  بیا  د  نوبهاره
جوړ به شي به بیا دکشمالیو او شبوچمن
خپوربه کړي نرګس بیاهره خوا ته دخوشبولمن
بیا به بلبلان راځي په شور اوپه چغاره
راوړ د  نارنج ګل  زیری  بیا  د  نوبهاره
بڼ په بڼ به بیا وي د ګلونو رنګارنګ فیشن
جوړ به کړي مرسل بیا په هرځای کې دښکلا ګلشن
بیا به شوګوفه کړي هر یوګل زمونږ د ګلزاره
راوړ د  نارنج ګل  زیری  بیا  د  نوبهاره
بیا به د مملې د باغ د ګلونو تماشې کوو
تنده به بیا مات په شفاف سړې چینې کوو
تاته به راوړم آشنا نرګس د ګلو هاره
راوړ د  نارنج ګل  زیری  بیا  د  نوبهاره
جوړ به شي به بیا د بهسودوپله سیل بینو ته
پراخ پراخ میدانونه دپتنګ بازۍ شوقینوته
بیا به شور ماشور شي جلالکوټ پدې بازاره
راوړ د  نارنج ګل  زیری  بیا  د  نوبهاره
جارشم زه دا ستادسره روددهغه خړاوبو
زه مین په تا ستا په سپین غراوهغه ټیټ مارکو
پروت یم طاهري زه په غربت کې د ناچاره
راوړ د  نارنج ګل  زیری  بیا  د  نوبهاره