کور / خبرتیا او پيغامونه / افغان ادبي ټولنه د(زما د ژوند خواږه له تا سره دي) مخکتنه کوي

افغان ادبي ټولنه د(زما د ژوند خواږه له تا سره دي) مخکتنه کوي

 
افغان ادبي ټولنه او نوى کابل خپرندويه ټولنه په پام کې لري، چې د ځوان، تاند او نوښتگر شاعر عبدالوهاب څاروان د شعري ټولگې (زما د ژوند خواږه له تا سره دي) مخکتنه وکړي .
د مخکتنې غونډه به د 2009 م کال د اپريل په پنځمه د يکشنبې په ورځ د پېښور د ايران د کولتوري مرکز د امام خميني په تالار کې  وي .
د غونډې رييس به د پښتو ژبې نامتو ليکوال سعد الله جان برق او نور ميلمانه به يې د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر کتوونکى استاذ عبدالروف قتيل خوږياڼى ، پروفيسر محمد اعظم اعظم ، د پاکستان د راډيو د پېښور څانگې مشر ډاکټر نورالبصر  ، نامتو شاعر لايق زاده لايق ، د نوى کابل خپرندويه ټولنې مشر زيور هېواد مل ، عبدالله جان مغموم ، سيد صابر شاه صابر ، همايون همدرد، حاجي مکرم خان بنگش ،خالد خان عمر زى او ډاکټر نصير کاموال وي .
او د کوربه چارې به د افغان ادبي ټولنې مشر  قاري اسلام گل شيرزاد تر سره کوي .

لراوبر :

د پورتنۍ خبرتيا سره د معلوماتو ټيلفون شمېره  او پته نه ده رالېږل سوې