حکیم ابوالمجد مجدودبن آدم سنایي غزنوي یا حکیم سنایي د شپږمې پیړۍ یو لو ی بولله او مثنوی ویونکی شاعر دی
هغه په (۴۷۳ ه.ق) د غزني په ښار کې زیږیدلی او په (۵۴۵ ه.ق) وفات شوی دی
هغه په حديقةالحقيقةکې دخپل پیژندګلوی په هکله داسې وایي:
هرکه او گشته، طالب مجد است
شفی او، راز ِ لفظ ِ بوالمجد است
شعرا را بهلفظ مقصودم
زين قبل، نام گشت مجدودم
زآنکه جد را بهتن شدم بنيت
مجدود ماضيم کنيت کرد
هغه ډیر ښه زړه راکښونکی پندونه او ورمونه لري شعر یې پر شوره اوبیان يې خوږ دی هغه د دري عرفاني ادبیاتو بنسټ ایښونکی هم دی.
هغه د مسعود سعد سلمان دیوان چې بندی وو دهغه لپاره تدوین کړی دی
مولانا ، عطار نیشاپوری او سنایي غزنوی خپل روح او سترګې بولي
عطار، روح بود و سنایی دو چشم او
ما از پی سنایی و عطار آمدیم
(عطار یې روح او سنایي یې دی سترګې دوې
موږ راغلی یو د سنایي او عطار پسې)
گفت کسی خواجهسنایی بمرد
مرگ ِ چنین خواجه نهکاریست خرد
ومړ (ویل یو چا خواجه سنایي
مړینه دداسې خواجه نه ده د خرد کړ)
د سنایي اثرونه: دیوان(بوللې ، غزلونه ، رباعیاني ، قطعات او مفردات)؛ حدیقةالحقیقه(عرفانی مثنوی یا د سنایي الهی نامه)؛ طریق التحقیق(منظومه مثنوی)؛سیرالعباد الی المعاد(اخلاقی توکي)؛ کارنامۀ بلخ(مطایبه نامه)؛ عشقنامه؛ مکاتیب یا رسایل… دی
سنایي په خپلو شعرو نو کې ډیر ژبني وییونه او د خپل مهال ادبي اصطلاحات کارولی دي اوهڅه یې کړې ده خپل ژور اند او لطیف احساسات د شعر او هنر د جوهر سره ګډ کړی چې دا کار يې ښه هم تر سره کړی دی. هغه د شعر د ښکلا او خوږوالی لپاره ادبی فنون لکه جناس ،استعارات ،تلمیحات اونور ورسره کارولي دی نو ځکه يې ډیر ځایونه شعرونو خپل روانوالي او ساده والی له لاسه ورکړی اوله ابهامه يې ډکوي .
دسنایي شعر دوې دورې ژوند لري یوه دمدح اوشاعرانه ژوند او بل د زهد، فقر او عزلت ژوند
ووایي: کله چې په ژمي کې سلطان محمود سبكتګین دکفري ملکو نو د نیولو لپاره له غزنی وتئ ،سنایي چې د هغه په مدح کې یوه بولله ویلې وه دربار ته رهي وو چې دا بولله هغه ته ولولې په لاره کې دحما م د اور خونی تر څنګ یو مست چې په «لای خوار» خټه خور مشهور وو ناست او خپل ساقي ته يې ویل:
د ړانده سبکتګین محمودک په نامه ډکه که پياله !
ساقې ورته وویل:محمود یو غازی او د اسلام پاچا دی
خټه خور ورته ویل :هغه ډیر سراښ سړی دی د نیول شوی ځایو ولجه يې لا ټوله کړې نه وي بیا په بل ځای برید کوي
هغه پياله یې په سر پورته کړه بیا يي وویل:
ډکه کړه دا پياله د رانډه سنایي ګګ په نامه!
ساقي ورته وویل: سنایي یو فاضل او لطیف طبع شاعر دی
ویل يي :که هغه لطیف طبع وای په داسې کار به اخته وای چې دهغه په درد خوړلی هسې خوشي چټیاټ پر کاغذ لیکي
چې په هیڅ درد نه خوري او نه پوهیږي د څه لپاره یې لیکلي
سنایی چې دا د خټه خور خبرې واریدې حال یې بل شو او د هغه مست رښتیاخبرو هغه د غفلت له خوبه را وېښ کړ
هغه د مدح بولله يې چې په لاس کې وه څیړی کړه او د عرفان او زهد لاره يې ونیوله او د فقر او عزلت ژوند یې غوره کړ.
په دري او فارسي کې طنز په واقیعي مانا له سنایي څخه پیل کیږي
د هغه څخه مخکې په دري ادبیاتو کې طنز نه وو یانی هغه څه چې وه هغه هزل او هجو وه چې د یو بل سره په سیالي او دښمني کې ویل کیدله
تر هغه مهاله هجو کول ډیر رواج درلود او د بد و ، حریف اوسیال د ماتولو ، بې اعتبارولو او غچ اخیستلو لپاره یوه ښه وسله وه
د سنایی کارنامه بلخ هم د هزل او هجو کولو ډکه ده
دا چې هجو کول د انسان رټل او سپکول لري او هزل بیا دنه ویول کیدونکي توکي په بر کې نیسي نو سنایی هغه پریږدي او طنز ته مخه کوی او هڅه کوی په طنز سره د مذهب او کورنیو اړیکې چې د ټولنې سره د خرابیدو په حال کې دی ټینګي کړی نو حديقه الحقيقه لیکي او په هغه کې په ټولو ځانګړتیاو پوره طنز رعایتوی په هغه کې د انسانانو تر منځ اړیکې ، د خدای او انسان اړیکې، د عوامو شخړې او دهغوی خواص په طنزی ډول بیانوي د ریا کارو سیاستوالو وچ او ثابت اعتقادی کړه غندی او خلکو ته حقیقی لاره ښیي
نو ویلی شو په دري کې د کامل طنز بنسټ ایښونکی سنایي غزنوي دی بیا وروسته عطار ، مولوی ، سعدی او نور… راغلی دي
سیمرغ نهای که بی تو نام تو برند
طاووس نهای که با تو در تو نگرند
بلبل نه که از نوای تو جامه درند
آخر تو چه مرغی و ترا با چه خرند
سیمرغ نه يې چې نوم دی بې تا واخلي
طاووس نه يې چې ستا سره تا ته وګوري
بلبل نه يې چې ستا له ږغه څیري کړي کالي
اخر کوم مارغه یې چې تا رانیسی ولي
***
آن موی که سوز عاشقان میانگیخت
کز یک شکنش هزار دلداده گریخت
آخر اثر زمانه رنگی آمیخت
تا در کفش از موی سیه پاک بریخت
هغه وېښته چې دمینانو درد یې هڅوه
چې یوې الغې يې زرمینان تښتوله
اخیر د زمانې اثر يې رنګ کړ وربدل
چې په بوټو د وېښته تور ټوله پریوته
***
تو از نمک آنچنان ترش داری لب
گر می ز نمک ترش شود نیست عجب
ته له مالګې داسی تروه لري لب
که می د مالګی تریو شی نه دی عجب
***
مرگست ندیمم از فراقت همه شب
تب با تو و مرگ با من این هست عجب
مړینه مې ندیم دی ستا له جدایی ټوله شپه
تبه ستا سره مړینه زما سره داده عجب
***
زن، زن ز وفا شود ز زیور نشود
سر، سر ز وفا شود ز افسر نشود
بیگوهر گوهری ز گوهر نشود
سگ را سگی از قلاده کمتر نشود
ښځه له وفا ښځه کیږی نه له زیوره
سر د وفا سر کیږی نه له افسره
نشی ګوهر په ګوهری د بی ګوهره
په غړواندي دسپې سپيتانه نه شی کمه
***
نور بیا
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه