کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د سياسي جارچيانو او د هغوى د سورڼيو د پام وړ!

د سياسي جارچيانو او د هغوى د سورڼيو د پام وړ!

فهيم وردګ 


نن سبا موږ ګورو چې دلته د نوماندو بازار خورا ډېر ګرم دى. او په هر ځاى کې د نوماندو په سر ناندرۍ روانې دي. د افغانانو په هر مجلس کې دا خبره توده ده او ان دجګړې تر بريده پورې رسېږي چې پلانى ښه دى او پلانى ډېر ښه دى، پلاني دا غلتۍ کړي او پلانى خو د دغو غلتيو يوه برخه ؤ. او په دغه کې اولس سربدالى شو. او چې بيا د پوهندويانو ليکنو او ويناوو ته ځير شې نو بيا دې زړه بېخي شين شي چې دا پوهاندان اوپوهندويان خو هم د اولس په سربداله کولو کې تر ټولو لوى لاس لري. او دا ولس پدې کې څه ګرم دى چې دوى وايي چې دا ولس خو دې لوستيو او پوهانو وران کړ. ولسي خلک خو د دولت په جوړښت او چلولو او واک او د ځواکونو په وېش ډېر کم سر خلاسېږي. خو دا پوه او پوهاندان او ليکولان خو بيا دا ولس هغې بېرانې خوا ته کاږي چې هلته دوى هم ورته اېران پاتې شي. دا ځينې نوماندي خو ولس په يو چل او بل غولوي خو دا ځينې پوهاندان او پوهندويان ليکوالان بيا د ولس ماغه په يوه کوتي کې په يوه ډېره کله اوږده د ټکيو او تورو په رسيو داسې تړي چې ته به وايې چې دا زموږ پوهاند خو ډېر ښه او ريښتيا وايي. ډېرى نوماندي خو هسې سياسي جارچيان دي. زه سياسي جارچيان ځکه ورته وايم چې دوى نور هېڅوک او هېڅ کمال نلري يواځې د ولس پام ځان ته په ډېر ښه توګه را اړوي او بس. نور نو بيا د ده د مداري ګرۍ شاګردان چې د پوهاند ، ډاکټر او پوهندوى کاغزونه او منلليکونه لري بيا د ولس سترګو ته داسې تورې رنګينې خاورې ور شيندي چې ولس ورته د رنجو خيال کوي، او تر خپل اوستازه څو ګزه وړاندې وي. چې هغه د شيتان او شيتان ټک کيسه ورنه جوړه شي چې شيتان اخر شيتان ټک ته تسليم شو او ورته يې ووېيل چې ياره زه خو شيتان وم او پدې چل ول نه وم پوه چې اوښ به په  شنو اينکو سپين واښه د شوتلو په خوند خوري .زه دوى ته دا وايم چې تاسو خو د ولس کور غرک کړ. تاسو خو د ولس بېړۍ ډوبه کړه. ولې ولس ته سمې سمې خبرې نه کوئ¿ پدغه اور کې خو ټول وسوځېدل.


ولې د ولسواکۍ د نوماندو د مسؤليتونو او کارونو په هکله ولس ته سپينې خبرې نه کوئ¿


دا خو يوه څوکۍ نه ده چې بس ولسمشر وګټله او نور هر څه خلاس او سم دي. دا خو د ماموريت يا کوم بل مسلک يواځې يوه څوکۍ نه ده.


دا خو د ټول هېواد سياسي څوکيو، هېواد چلولو، کورني او بهرني سياست،  ټولو وزارتونو، مرستياليو، ولايتونو، سپارتونو، لوى څانوالۍ، ګڼو رياستونو، نرخ، جګړې او سولې مسله ده .


نو دې نوماندو سره خو د دومره سياسي پوهانو، کدرونو، خزمتګارو، مشاورينو او ملګرو اړتيا ده. او بيا دا نرخونه او قانون به په  ولسي او مشرانو جرګو څرنګه جوړوئ او منئ¿  نو دا خو په ښکاره بايده ووايو چې دا خو د يوه ګوښي سړي يا کس کار ندى!


دا زموږ پوهندويان ،ليکوالان او ان سياسي ودانګر  ولې ولس په تياره کې ساتي¿


ولې ولس ته ريښتيا نه وايي¿


دا خو د سياسي ګوندونو کار دى. سم او هېواد پاله ګوندونه خو هره ورځ دغه زيار باسي چې ولس ته داسې بچي وروزي چې هغوى د ګوند په چاپېريال او چوکاټ کې په دغه سياسي بهير او هېواد چلونه باندې وروزل شي. په ټوله ولسواکه او پر مخ تلونکې نړۍ کې د سيا سي ګوندونو همداکار دى او په همدې  تر ټولو نه غوره سياسي  کار يې خپل هېوادونه ودان او د نړۍ مشر تابه ته ورسول.


نو بيا ولې زموږ دغه ليکوالان يواځې د نوماندو په بوټونو، ګېره او برېتو کې نيښتي دي¿


د نوماندي د دندو، مسؤوليتونو، کارونو او د هغه د چارو سمبالولو او چلولو او د ګواښونو سره ټکر کولو په هکله بايده چې هم پوښتنې وشي او هم رڼا پرې واچول شي . نو چې د د ومره لوى مسؤليت خبره راشي نو دې ته خو بيا هم سياسي کسان په کار دي.


دې سياسي کسانو بايده چې لومړى يې ټوله خبره په خپلو کې سره مالومه کړي وي. يانې يو ګډ لور ليد  ( Vision) يې په يوه سياسي چاپېريال کې جوړ کړى وي او بيا يې د هغه د پلي کولو لپاره يوه ګډه سټراټيژي يا تګلاره جوړه کړي وي او بيا يې په سياسي چاپېريال کې همدې سياسي ملګرو يې منلي وي. د سيالۍ، ګټلو ، بايللو، واک چلولو څوکيو وېشلو، په خپلو کې د ستونځو اوارولو په وخت سره د کړکېچونو د مخ نيوي  اوپاتې او اړوندې نورې  ټولې مسلې يې سره جوتې کړي وي. خپلو کې يې مشر او د مشر تابه ډله ټاکلې وي.


چې بيا وروسته بايده چې دغه لور ليد او سټراټيژي  ولس ته وړاندې کړي.


خو زموږ نوماندې وايي چې ولا شوک خو مې نشته. خو دې هېواد ته چې ګورم نو مجبوره يم چې يو څه وکړم. چې څوک ترې پوښتنه وکړي چې ستا کارې ټيم او ډله به څوک وي نو ورته وايي چې همدا ته يې. بس ټول سم خلک زما په ټيم کې دي. دا د يوه نوماندي ځواب ؤ چې په پيام افغان تلوېزيون يې يوه افغان ته ورکړ. !!!!!!!!¿¿¿¿¿¿¿


د خداى په پار ټولې پر مخ تلونکې نړۍ ته وګورئ! دا ولې داسې کوې!


دا خو بيا هم د يوه ،لسو يا ان سلو غير سياسي او يا هم سياسي بېل اندو کسانو کار ندى دا د يوه غښتلي او هېواد پاله ګوند کار دى چې د مشر تابه او کار کولو ( Leaderhsip and Implementation)  په لارو چارو ازمېيل شوي وي. جوړښت  ( Organization ) ، ډلې جوړونې( Team building process) او د سټراټېژۍ په پلي کولو ( Strategy implementation)  کې ډاډمنيتا تر لاسه کړې وي. او د يوه اند خلک او ډله وي. د دغو چارو د سمبالولو لپاره بايده چې د سياسي پوهې تر څنګ، مسلکي پوهه او وړتيا هم ولري. او د ولس او هېواد لپاره هرې سرښندنې ته تيار وي.


کله چې د مشر تابه لخوا په ولسواکۍ ولاړه پرېکړه وشوه نور بيا د پلي کولو کار يې لکه پرز وګڼل شي او د پرېکړي سرغړوونکي ته د سمولو او سزا ورکولو لارې چارې هم ولري.د ناسمو پرېکړو د شړلو او سمولو لپاره سم جوړښت ولري.


او داسې نه لکه چې په دغه اوه کلنه دوره کې چې ټول د زرواکانو او جنايت کارانو په زړه چلېدل، نه د يوه ګوښي ولسمشر په امر. د هغه امر به کابل کې هم څوک نه مني نور ځايونه خو پريږده. نو که بل هر ګوښى کس راځي هغه به بيا هم دغو زورواکانو او جنايتکارانو ته يرغمل وي او بس.


نو اوس ولس ته پکار ده چې بيا هم هماغه پوښتنې يو ځل بيا وکړي چې دا به څوک او څرنګه تر سره کوي¿


ما دلته يوځل بياهم دا نوماندي په دريو ډلو وېشلي دي چې ګوښي کسان ، په ورانيو کې ښکېل ګوندونه او پاک او نوي ټوکېدلي ګوندونه دي.  او ددې پوښتنو تکرار پدې اړين ګڼم چې ولس پدې سم سرخلاس کړي او کوم چا چې تېره ليکنه نوي لوستلي په تېره بيا هغه ليکوالانو او پوهاندانو چې دوى هم ګوښيو کسانو ته په زړونو کې ګوړې ماتوي، يو ځل بيا يې ولولي.


لومړۍ برخه کې بيا هم ولس بايده چې د ګوښيو څخه دا وپوښتي چې دوى خو بيا دغه ډګر ته سمبال راشي کنه دا غوبل به په انډوخر بدل او ولس به نور هم برباد شي.  
 


۱: تاسې به دا سياسي څوکۍ څرنګه سمبالوئ¿


۲: تاسې به دا کرښې څرنګه پلي کوئ¿


په چا به يې پلي کوئ¿


ستاسې ګوند، ډله او کاري ټيم   چې تاسو روزلي وي څوک دي¿ 


۳: ستاسې به مرستيالان، وزيران، واليان او نور لوړپوړي چارواکي څوک وي¿


او دا کسان تاسې څومره پېژنئ او د دوى په سياسي کړوو وړو څومره ډاډه ياست چې ولس پرې ډاډه کړئ تاسو خو ډاکټران او انجينران نه راټولوئ ¿ 


ستاسې پرېکړې به د ولسي او مشرانو د جرګو څخه څرنګه پورې وځي¿


تاسې د سياست، جوړښت او سمبالولو ( Politics, Organisation and Management )په برخه کې دوى سره څومره کار کړى او د دوى د څارلو او ښه کار کولو لپاره پرته له حکومتي جوړښته نور څه جوړښت لرئ ¿


۴: حکومتي چوکۍ خو ټولې سياسي دي نو تاسې د دغو څوکيو لپاره څوک روزلي او څه مو ورزده کړي او په کوم سياسي چاپېريال او موخو ،کرښو او کړنلارو¿ دا خو د موټر د ټېر پينچري نيول نه دي چې دوه ورځې ورته پکار وي¿


دا خو د ولس د چارو سمبالول او د حکومتي چارواکو سمبالول دي بيا نن خو په نړۍواله کچه! په خپل ژوندانه کې يې دوه کسان هم ندي روزلي ان بچيان به يې هم په پښتو خبرې نه شي کولاى  نور خو لا پرېږده. !!!


۵: او که دا کسان کار ونه کړي ،لکه چې په کرزي همدا تور دى او همدا کرزى پخپله هم همدا کوکارې وهي چې څوک يې خبره نه مني، نو تاسې پرته له حکومتي جوړښت څخه نور څه لرئ چې دا سم کړئ¿


د کرزي ترخو تجربو څخه زده کړه پکار او د تکرار څخه يې ډډه.


۶: که تاسې ته څه ستونځه پېښه شوه نو د تاسې کرښه او پلان به څوک پر مخ بيايي¿


او بيا به دغه ستاسې چارواکي څوک وي او په کوم جوړښت کې به يې سمبالوي¿


او بيا هم د دوى د سمبالولو چارې په کوم چوکاټ کې پر مخ بېول کېږي پرته له حکومتي جوړښت څخه¿


که د ولس په سترګو کې د اساسي قانون سياسي تورې لوټي د رنجو په نامه ورشيندئ!


۷: ستاسې سياسي ليدلورى څه دى او دا به څوک په کوم سياسي چاپېريال کې مني¿


دا خو د يوې شپې کار ندى. څومره کسان مو ورته روزلي¿


ان ستاسې قانون به څوک پلى کوي¿


(دوه ښکاره جنايتکاران چې يو يې قاضي کبير اوبل يې حاجي لطيف چې کرزي د تخار والى کړى هېچا ته هم غوږ نه ږدي چې هغه ۱۰۰ کورنۍ د ماشومانو سره له زندانه راخوښې کړي او کورنه او مځکې يې بېرته ورکړي، دوستم، شپاړلس زره تنکي ځوانان ژوندي خاورته وسپارل،  او داسې په زرهاوو نورې پېښې! دا په چوکيو پيسو او پروژو او مرستو چاغ کړي او ځواکمن جنايتکاران به څوک پوښتي¿ چې تر دغې شېبې يې هم له جنايته د اېران، روس، پاکستان،  او نورو له ګوډاګيتوبه لاس ندى اخيستى!)


که نه په نړۍ کې خو هېڅ کتاب ليکونکي او ګوښي سړي هېواد ندى چلولى او نه څوک ړانده دي چې دوى ته واک ورکړي چې د يوى چپنې سره په ولس لوټماران، جنايتکاران او نا اهله کسان وتپي او سم ګوندونه ،کسان او ولس  ورته يرغمل کړي او بيا نور پړه کوي.  
 


نو اوس ولس ته بيا هم پکار دي چې د هغو په ورانيو کې ښکېلو ګوندونو څخه هم پوښته وکړي چې بيا خپلې ترخې تجربې تکرار نکړي او هم سم غولېدلي ترې واټن واخلي او سمې نېغې لارې خپلې کړي:


۱:  ښاغليو، آغليو تاسو څه نوي لرئ¿


۲: تاسو خو دغه هېواد د خپلو اندونو پلي کولو لپاره ( په سالنګ کې مو کېلې کرلې) ټول ړنګ بنګ کړ نو اوس څه لرئ او د کنډوالو څخه يې نه شرمېږئ¿


۳: د دغو دېرشو کلونو تجربه مو څه ده¿


۴: د هېواد د دغو ستونځو د حل لپاره خو تاسې او ملګري مو خو هماغه پخواني کسبونه لرئ نو نوي کارونه به څرنګه تر سره کړئ¿


پرديو هېوادنو سره چې کومې اړيکې مو درلودلې هغه اوس به په کوم چوکاټ کې سمبالېږي¿


او که بيا ستاسې څخه څوک د ګاونډيانو او بهرنيانو څخه(اېران، پاکستان، روسيه او نورو) په پټه وسلې او پېسې او نورې مرستې ترلاسه کوي د هغې غدارۍ د مخ نيوي لپاره څه نوې لارې چارې لرئ¿


۵: د هغو کسانو چې ستاسو په مينځ کې يې په لويه کچه ډله ايزې وژنې ، جنايتونه، او د سړيتوب څخه تېري کړي ، د هغوى په هکله تاسو څه کوئ¿


تاسو هغوى محکمې سپارئ او يا که تاسوهم تورن شوئ محکمې ته ځئ¿


۶: د دغو پاکو شهيدانو کونډې مېرمنې، يتيمان، بورې ميندې، پلرونه وروڼه ،خويندې  او خپلوان او دا ژوندي معيوبين  چې د ژوندانه ټولې خوښۍ يې ترې چور او تالا شوي دي، ولې تاسو ته رايه درکړي¿


اوس چې ستاسو دنګې دنګې ماڼۍ او شتمنۍ وينې نو اوس خو يې په اجرونو هم نشئ غولولاى!


۷: د تاسو ملګري خو اوس هم په دغه اوو کلونو کې بيا هم په وار وار تېري کوي نو د مخ نيوي لپاره يې څه لرئ¿


په نړۍ کې د هېڅ  هېواد ولس دومره ړوند ندى چې بيا هم د ښامارانو په خولو کې خپل کټ ډېره کړي! 
 


نو ولس د هغو ګوندونو څخه چې په دغه دېرش کلنه جګړه کې ښکېل نه ول او اوس نوماندي لري نو دهغوى څخه هم پوښتنې لري چې ډاډه شي چې دوى ته رايه ورکړي :


۱: تاسې څه کرښه لرئ چې هېواد دغې ستونځې څخه وژغوري ¿


۲: تاسې، په ورانيو کې د ښکېلو ډلو او دغه دېرش کلنې غميزې څخه، څه زده کړه کړې چې د هغوى ترخې تجربې تکرار نکړئ¿


د مشرتابه د فرعونيت ستونځې مخ نيوى به څرنګه کوئ¿


ولس او خپل ګوند ته د غوږ نيولو او د ولسواکۍ د پلي کولو څه ښکاره او په تجربه ولاړې لارې چارې، سټراټيژي، لرئ¿


۳: ستاسې په ګوند کې دومره وړ او روزل شوي کسان شته چې هغوى به دغه سياسي څوکۍ لکه د مرستيالانو، وزيرانو، واليانو او نورو لوړپوړيو چارواکو، چارې سمبال کړي او خپله کرښه پرې پلي کړئ ¿


او دا کسان تاسې په خپل سياسي جوړښت کې څومره پېژنئ او د دوى په سياسي کړوو وړو څومره ډاډه ياست چې ولس پرې ډاډه کړئ¿


تاسې د کورني او بهرني سياست ، جوړښت او سمبالولو ( Politics, Organisation and Management )په برخه کې څومره تجربه لرئ او دغو ګوندي غړيو سره مو څومره سياسي ټولنيز کار کړى او د دوى د څارلو او ښه کار کولو او پرزلو لپاره پرته له حکومتي جوړښته نور څه جوړښت لرئ ¿


۴: په افغان ولس چې چا تېرى کړى، دا جنايتکارانو، او د سړيتوب تېري کوونکيوسره به څه چلند کوئ¿


۵: د بهرنيو ځواکونو د يرغمل کېدو څخه به ځان څرنګه خلاسوئ¿


خپله خپلواکي به څرنګه تر لاسه کوئ¿


۶: د نورو ګوندونو سره به څه چلند کوئ¿


که تاسې يې ونه ګټئ نو ګډ حکومت به بيا هم څرنګه جوړوئ¿


په کومو بنسټونو ¿


نو يو ځل بيا دا خبره کول غواړم چې موږ خو دا په ډاګه کړه چې ولس را ويښ شي هم به داد نوماندو ګڼه ګوڼه او انډوخر  کم شي او هم به د دغو بېځايه غولولو او مسرپونو مخ نيوى وشي ، او هم به سم ګوندونه او لارښود مشرتابه را وړاندې شي. بيا به نو د ولسواکۍ او ولسمشرۍ، وزارتونو، رياستونو او نورو سياسي څوکيو شوکيان به د سم سياست لاره غوره کړي چې پدې سره په ولس کې سم ګوندونه وده وکړي او وړ کسان به يې مشران شي. اوهرکله چې يوګوند او مشر يې د دې جوګه شي بيا به ټاکنو ته ځان چمتو او وړاندې کوي. نو هغه سياسي جارچيان به بيا ولس نشي غولولاى. دا ګوښي کسان يا نوماندي  دې مهربانې وکړي يا دې ګونډ جوړکړي  چې دوى په ريښتيا سياسي شي، يا دې په يوه ګونډ ورګډ شي چي بېا هم سياسي شي او يا دې هم د دغو ګوندونو سره مشاورين  شي او که دا يو نه کوي نو د خداى په پار دې دا نا اهله سياسي خټګري سمو ګوندونو ته پرېږدي چې ولس په سمه نېغ شي.  او په ورانيو کې د ښکېلو ګوندونو کيسه خو خورا ښکاره ده چې افغانان خو نوبه هېڅکله هم  د مار غاښونه په ګوته و نه شمېري!


هېله ده چې زموږ لوستونکي ، ليکوالان ، پوهاندان، مشران او کشران ، خويندې او وروڼه دغه ليکنه په سړه سينه ولولي او دغې ليکنې هغې اړينې برخې ته پام وکړي او کره کتنه دې پرې وکړي چې د ولسواکۍ او ولسمشرۍ د مسؤليتونو، لور ليد جوړولو، سټرټيژۍ جوړولو او پلي کولو او کاري يا پلي کوونکې ډلې په هکله چې کومې پوښتنې شوې او لارو چارو وړانديزونه شوي. ځکه د ولسواکۍ او ولسمشرۍ زړه ، ماغزه او ځان همدا دى نه د ولسمشر، يا سياسي جارچي،  د زورواکانواو جنايتکارانو په پيسو ،څوکيو، پروژو او مرستو اخيستلو چلونه!


که پدغه ليکنه کې کومې د ليکدود کمۍ او تېروتنې وي نو په درنښت سره له بښنې وروسته ما ته د خپلې کره کتنې لارښوونه وکړي تر څو په ګډه هېواد د غه کړکېچ څخه راوباسو.


او د پاى خبره دا ده چې که څوک پرته له افغان ملت ګوند څخه بل داسې ګوند چې هغه د دغې ولسواکۍ او ولسمشرۍ د چلولو واک، وړتيا، سپين تاريخ او په خپله ګوند کې د ولسواکۍ لړۍ او ملي ارمانونه ولري نو په ګوته يې دې کړي تر څو نور هم خبر شي او افغان ملت به د هغه سره ملګرى شي. او کنه نو بايده چې ټول په هېواد، ولس او ولسواکۍ ميېن ګوندونه ،ځواکونه او ګوښي کسان دې د افغان ملت ګوند سره اوږه په اوږه او د احدي سېب تر مشرۍ لاندې ودرېږي،  ځکه چې احدي سېب نه يواځې دا چې دافغان ملت  ګوند نوماندى دى بلکې دى د ټول ولس  لپاره نوماندى هم دى او احدي سېب دغه نوماندۍ ته د ګوند د ولسواکۍ په لړۍ او رايو په ګټلو سره را پورته شوى او د ګوند مشر شوى ، هسې نه چې يا يې پرون خوب ليدلى وي او بيا يې   غږ پورته کړى وي او ياهم په فرعونيت يې ټول اومر په مشر تابه خېټه اچولي وي، او هره شېبه ګوند دى په ولسواکۍ څاري او سمبالوي او که چېرې دا وړتيااو ډاډ منتيا د لاسه ورکړي نو په ولسواکۍ به راکوز او بل به مشر وټاکل شي. نور راځې چې لاسونه سره ورکړواو خپل ګران هېواد لوى افغانستان او کړېدلى ولس که لر دى که بر د د غه کړکېچ څخه راوباسو او د ودانۍ او سرلوړۍ په لور يې وخوځوو!