د كندهار د علماوو شورا رئيس وايي تېره شپه يې د شورا يو بل غړى هم د نا معلومو وسله والو له خوا وژل سوى دئ.
قاري سيداحمد د كندهار دعالمانو د شورا فعاله غړى وو چي تېره شپه كور ته په لاره كي له مسجد څخه تر وتلو وروسته وژل سوى دئ.
د كندهار د عالمانو د شورا رئيس د چين زينهووا آژانس ته په خبرو كي له حكومت څخه د قاري سيداحمد د قاتلينو د نيولو او پاته نورو غړو د امنيت غوښتنه وكړه.
په تېرو څلورو كلونو كي د كندهار د عالمانو د شورا تر لسو زيات غړي وژل سوي، چي تر اوسه د يوه وژونكي هم نه دي نيول سوي.
مولوي عبدالله فياض، مولوي محمدنبي مصباح، مولوي سيدامام او دوې مياشتي دمخه مولوي محمدرسول له هغو عالمانو څخه وو، چي د وسله والو په بريدونو كي وژل سوي دي.