کور / تازه خبرونه / اوركزى ايجنسي ۱۳ مړه ۱۲ ټپيان، لاريون روان دئ

اوركزى ايجنسي ۱۳ مړه ۱۲ ټپيان، لاريون روان دئ


د پښتونخوا په اوركزى ايجنسي كي د امريكا د بمباريو له امله ۱۳ تنه مړه او ۱۲ ټپيان سوي دي.
راپورونه وايي بريدونه د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په ذريعه ترسره سوي دي، چي د دې پېښي د غندلو په موخه د اوركزى ايجنسي اوسېدونكو يوه پراخه مظاهره پيل كړې ده.
په بمباريو كي د وژل سوو كسانو په اړه معلومات نسته، چي قبايلي طالبان او د القاعدې غړي دي، كه عام خلګ.
خو د وزيرو او مسودو قبيلوي مشران  له امريكا او پاكستاني حكومت څخه د حملو د درېدو غوښتنه كوي.