قبايلي طالبانو د مسلم ليګ قاف ګوند د يوه لوړ پوړي غړي امير پر كور په سوات كي حمله كړې ده.
خبرونه وايي له ۶۰ څخه تر ۷۰ پوري طالب وسله والو د امير مقام پر كور يرغل وكړ، خو نوموړى له دې حملې څخه روغ وتلى دئ.
امير مقام د حكومت د اپوزيسون ګوند غړى دئ، چي پخوا د پښتونخوا په فدرالي حكومت كي وزير وو.