کور / تازه خبرونه / د امريكا ولسمشر لندن ته ورسېد

د امريكا ولسمشر لندن ته ورسېد


د امريكا ولسمشر باراك اوباما د نړۍ د شلو غټو اقتصادي هيوادونو په غونډه كي د ګډون په خاطر لندن ته ورسېد.
دا واكمنۍ ته د ښاغلي اوباما تر رسېدو وروسته د نوموړي لومړى سفر دئ چي كوم اروپايي هيواد ته يې كوي.
لندن د شلو غټو اقتصادي هيوادونو د غونډي كوربه دئ، چي ګډونوال به يې د نړۍ پر مالي بحران، اقتصادي همكاريو او د بېكاريو د مخنيوي پر لارو چارو باندي وږغېږي.
تمه ده چي ولسمشر اوباما به پر لندن سربېره په خپل دې اته ورځني سفر كي له فرانسې، جرمني، بلجيم، چيك او تركيې هيوادونو څخه ليدنه وكړي.