کور / تازه خبرونه / د هالنډ كنفرانس ختم، كرزى له زرداري سره ګوري

د هالنډ كنفرانس ختم، كرزى له زرداري سره ګوري


د افغانستان ولسمشر حامد كرزى چي د خپل هيواد په باب د هالنډ نړيوال كنفرانس ته د ګډون په خاطر تللى و، ټاكل سوې ده چي نن په تركيه كي د پاكستان له ولسمشر آصف زرداري سره وګوري.
ولسمشر كرزى به د آصف زرداري سره د دواړو هيوادونو پر ستونزو، خپل منځي سياسي او اقتصادي اړيكو او د تروريزم خلاف جنګ په برخه كي پر ګډو پوځي او استخباراتي همكاريو وږغېږي.
تمه ده چي د نن په غونډه كي به دافغانستان او پاكستان لوړ پوړي پوځي مقامات هم ګډون وكړي.
دا دريم كال دئ چي تركيه د افغانستان او پاكستان سرمشريزه غونډه جوړوي، په ۲۰۰۷ كال چي د افغانستان اړيكى د پاكستان له حكومت سره خرابي سوې، تركيې ولسمشر كرزي او پروېز مشرف ته په هغه هيواد كي د مخامخ خبرو بلنه وركړه.
ولسمشر كرزي تېر كال هم په تركيه د پاكستان له ولسمشر آصف زرداري سره ليدلي وو.