کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

.
ترتیب: حمید مهمند.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې ۱ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د هاګ د غونډې یو تفصیلي رپورټ خپور کړې او غونډې ته يې د ولس مشر کرزي د وینا دا برخه راغستې چې د افغان ځواکونو پیاوړې کول او سمبالول د ترورزم په خلاف د مبارزې اسانه لار ده.
ورځپاڼې خپله سرمقاله هم د هاګ غونډې ته ځانګړې کړې او ددې غونډې د پریکړو د عملي کولو غوښتنه يې کړې ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان د ګانډیو هیوادونو د همکاریو اړتیا ته په اشارې هغه غلط فهمۍ څیړلې چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه يې لري او د هغوې د همکاریو د محدودیدو سبب شویدي.
د انیس دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ ځینې مطالب د هاګ غونډې ته خانګړې کړې او لیکلي دي چې د نړیوالې ټولنې استازو پدې غونډه کې د افغانستان په اړه خپلې ژمنې بیا تکرار کړې.
د ورځپاڼې سرمقاله هم د سیمه ایزې همکاریو اهمیت ته ځانګړې شوې او هغه يې په افغانستان کې د ثبات د تینګښت لپاره ضمانت بللې دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبردارې ورکړې چې که چیرې له افغانستان سره مرستې ونشي نو دا هیواد به یو ځلې بیا د ترورستانو په مرکز بدل شي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د هاګ غونډې ته په اشارې لیکلي دي چې پدې غونډه کې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د استازو حضور دا شۍ چې افغانستان لا هم د نړۍ د پاملرنې په سر کې ځاې لري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ تبصره کړې خو لیکلي دي چې دا ستراتیژۍ نوې نده.
ورځپاڼې ځینو هغو مواردو ته اشاره کړې چې پدې ستراتیژۍ کې موجودې دي او پخوا هم مطرح وو.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د هالنډ د غونډې په اړه په یو مطلب کې د افغانستان د راتلونکې په اړه بحث کړې چې پدې غونډه کې پرې خبرې کیږي.
ورځپاڼې همداراز د ایران د استازي په حواله چې پدې غونډه کې يې ګډون کړې وو لیکلي دي چې هیواد یې چمتو دې د افغانستان په بیا رغونه کې او د سیمه ایزو همکاریو په وده کې همکاري وکړي.
دې ورځپاڼې هم د افغانستان امنیتي ځواکونو د پیاوړې کولو مسله راغستې او لیکلي دي چې په افغانستان کې د امنیت د ټینګولو لار همدا ده.
ورځپاڼې دا خبر هم ورکړې دې چې ممکن ډیر ژر د ناټو د لوې منشي په غوښتنه د افغانستان د ملي اردو لپاره د اعانې یو صندوق هم جوړ شي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم د هاګ د غوندې تفصیلي رپورټ خپو کړې او پدې ترڅ کې هغه لیدنې کتنې هم څیړلي چې افغان ولس مشر د غونډې په څنډه کې د بیلابیلو هیوادونو له جګ پوړو چارواکو سره درلودل.
ورځپاڼې د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې یو ځلې بیا له هغو طالبانو نه چې له القاعده سره اړیکې نلري غواړ ي چې د سولې له بهیر سره یو ځاې شي.
ورځپاڼې یو ځلې بیا خپله سرمقاله د ولس مشر د کار د دوام لپاره د سترې محکمې پریکړې ته ځانګړې کړې او هغه يې په هیواد کې د ثبات د ساتلو لپاره یوه مناسبه پریکړه بللې ده.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد بیا پخپله سرمقاله کې هغې غونډې ته اشاره کړې چې ټاکل شوې نن د افغانستان پاکستان او ترکیې ترمنځ جوړه شي.
ورخپاڼې لیکلي دي چې دا غونډه اړیکې پیاوړې کوي.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د لوږې مسله راغستې او لیکلي دي چې د لوږې له منځه وړل جدي تدابیرو ته اړتیا لري.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د هاګ د غونډې په اړه په یو مطلب کې د ناټو د لوې منشي په حواله لیکلي دي چې افغانستان له یو حساس وخت نه د تیریدو په حال کې دې او نړیواله ټولنه باید خپلې مرستې و نه سپموي.
ورځپاڼې د همدې غونډې په اړه په یو جلا مطلب کې د ملي شورا د ځینو غړو نظرونه هم خپاره کړي چې ویلي دي دا ډول غونډې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره ډیر اغیزناک نشي ثابتې دلې.
ورځپاڼې په یو جلا ځاې کې د اکسفام د موسیسې دا خبردارې هم راغستې چې ویلي دي نهه ملیونه افغانان په ناوړه حالت کې ژوند کوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.