د افغانستان د ماليې پخواني وزير پوهاند ډاكټر اشرف غني احمدزي ويلي د ستري محكمې د هغي پرېكړي درناوى كوي چي د جوزا تر مياشتي وروسته يې د ولسمشر كرزي واك غځولى دئ.
پوهاند احمدزى چي ښايي جمهوري رياست ته ځان كانديد كړي، وايي د افغانستان اوسنيو حالاتو او ملي ګټو ته په پام سره بايد د واك خلا رامنځته نه سي، او ولسمشر حامد كرزى د انتخاباتو تر پاى ته رسېدو پوري خپل حكومت ته دوام وركړي.