د قبايلي طالبانو مشر بيت الله مسود وروسته له هغه چي د لاهور د بريدونو مسئوليت يې ومانه، امريكا ته هم خبر دارى وركړ.
بيت الله مسود متحده ايالاتو ته ګواښ وكړ چي پر قبايلي سيمو به د بې پيلوټه الوتكو د بمباريو غچ اخلي او په امريكا كي به داسي اهداف په نښه كړي، چي نه يوازي سپينه ماڼۍ بلكي نوره نړۍ به هم ګوته په غاښ پاته سي.
بيت الله مسود پرون د لاهور د پوليسو پر اكاډمۍ د بريدونو مسئوليت پر غاړه واخيست او پاكستاني حكومت ته يې د نورو ورته بريدونو خبردارى هم وركړ.
د لاهور په حمله كي د اتيا په شاوخوا كي پاكستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.