متحده ايالات وايي د افغانستان په اړه د هالنډ په كنفرانس كي له اېران سره د دغه هيواد پر حالاتو ګټوري خبري وسوې.
د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري هيلاري كلنټن وويل د پرون په يوه ورځني كنفرانس كي د افغانستان دپاره د امريكا استازي ريچارډ هولبروك د اېران له استازي محمدمهدي اخندزاده سره ځانګړې ليدنه وكړه او د افغانستان په باب يې له يو بل سره ګتوري خبري وكړې.
د هالنډ يو ورځنى كنفرانس چي د امريكا په نوښت جوړ سوى و، د نړۍ اتيا هيوادونو او د ۲۰ نړيوالو موسسو استازو ګډون پكښي كړى وو.
دې غونډي ته د افغانستان ولسمشر حامد كرزى، د امريكا د بهرنيو چارو وزيره هيلاري كلنټن او د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانكي مون هم ورغلي وو.
آغلي كلنټن د دې كنفرانس پايلو ته خوښي څرګنده كړه او ويې ويل چي نړيوالي ټولني يو ځل بيا د افغانستان په اړه خپل تعهدات نوي كړل.