لس پروژي د( ١٦٢٤٤٤٠) افغانيو په ارزښت دملي پيوستون پروگرام له بودجي اوپه سلو کي لس دکليو الو ونډي په شمول پدي وروستيو کي دبدخشان ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .
ددغه ولايت دملي پيوستون پروگرام دمسوول دوينا له مخي پدي پراختيايي او ټول گټو پروژو کي (٧) پلونه او پل گوټي ، يو ټولنيز مرکز ، دواوبودبرښنا (٢) وړ ي شبکي ، د(١٣٣٧٦) مترو په اوږدوالي د سرک ترميم اوشگي اچول ، د( ١٣٢٥٨) مترو په اوږد والي داوبو دشبکي غځول او دخياطي ديو کورس دايريدل شامل دي .
خبر زياتوي : يادي شوي پروژي د بدخشان ولايت دجرم ، خاش ، په ولسوالي کي بشپړي او له هغه نه څه د پاسه (٤٨١٩) کورني برخمني شوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه