دعادت له مخې تر ټولو وړاندي دلراوبرنړيوالي پېژندل سوې ويب پاڼه پرا نيستل ،دعنوانونوپه لړ کښي مي پردې عنوان سترگې ولگېدې :(( د ملا سلام راکټي راکټ یو ځل بیا کار وکړ)) . حيران پاته سوم چي بياڅه پېښه سوېده . سمدواره مي دځوان اوغښتلي قلم خاوند،پر هيواداوهيوادوالومين گران اکرام الله اشنا صاحب دقلم په مټ ليکل سوې ليکنه پرانيستل ،اوله سره تر پايه مي ولوستل . دليکنې په لوستلوسره مي ترهرڅه وړاندي ددې پياوړي ځوان ليکوال اکرام الله اشنا صاحب په ليکنه کښي داوموندل چي هغه دهيواد دبياودانولويوازنې لارپه پوهه اومعرفت کښي لټه وي . ځکه خو هغه دومره خوښ وو چي ملا سلام راکټي دښاغلي کرزی سره په عاجله ليدنه کښي هغه دې ټکی ته متوجه کړچي په زابل اوپه عامه توگه هلته چي په حقيقت کښي دپښتنو اوددوي دهيواددبربادۍ لپاره داسلام ددفاع په نامه دپاکستاني تور لېنگيو، ايراني اخوندانو،لېري اونږدې خواخوږوخوپه حقيقت کي دخپلوگټو لټوونکو گاونډيانوپه رنگار نگ هلوځلو اوفريبونودجگړې اورتازه ساتل سوی بياهم ځوانان دخپل هيوادعالي موسيسوته دتحصيل لپاره لار نسي موندلاي . ښاغلی ليکوال په ډير افسوس سره ليکي (( موږ دخپلو شمله وروڅخه دومره هیله نه لرو،چي زموږ محصلین بهر ته د بورسونو لپاره واستوي خو کاش داسي یو څوک پیدا سي ،چي د خارجي بورسونو پر ځای په خپل وطن کي خپل حق په خپلو پوهنځیو کي ورکړي .)) خوزه پوښتنه ځيني کوم، دکوموشمله ورونه ؟ متاسفانه هغوي ددې مسلې په ارزښت يانه پوهېږي اويانه غواړي پرې پوه سي . داچي ښاغلي کرزی کومي وعدي ورکړي اوس پرې بحث نه کوم اوپه بحث ئي په رحقيقت کښي شرمېږم . بلې ! پدې ليکنه کښي چي ديوې رښتيانۍ ملي ناخوالي انځوردی ، دزابل دځوانانو ستونزه اوددوي پر وړاندي دعالي تحصيلاتو دمؤسيسو ددروازودتړلو مسله دملا سلام راکټي لخوا دکرزي صاحب سره په خبروکي مطرح سوې ده . خوزه به دښاغلي اکرام الله اشنا صاحب په اجازه داورايظافه کړم ،چي که دقيق ځيرسودکندهار، روزگان ،زابل ،هلمند،فراه ،نيمروز،غور،بادغيس ،غزني ،وردگ،لوگر،پکتيا،پکتيکا،خوست ،نورستان ،دايکندي اويوشمېرنوروسيمو دځوانانو پر وړاندي دکانکورآزموينې تر نامه لاندي دعالي اومسلکي تحصيلاتومؤ سيسو دروازې له ډير پخوانه تړل سوی دي ددغو پاټکونه تېرېدل زموږ دبي وسه ځوانانو لپاره ناشونۍکاردی . زه دانه وايم چي ولې ددغو ولايتونو ځوانان دعالي اومسلکي تحصيلاتولپاره بهرته لارنشي موندلاي ؟ اوداهم نه راسپړم چي دهمدغو سيمو په نامه ددولت دحاکمو کړيولخوادبهرنيوپه ملاتړ دنوروسيمو ځوانان ددوي په عوض په جعلي اسنادودعالي اومسلکي تحصيلاتو لپاره بهرته لېږل کېږي . داتريخ ،ځورونکی خوحقيقي ټکۍ هم ټولوپښتنوته نه په گوته کوم چي که همدا ملا اوهمدا سياست وو ،ډير ژربه دتحصيل اومسلکي نړۍ په ډگر کي تاسودنوروترلاس لاندي ژوندوکړی . ځکه بيسواده ولس ددولتدارۍ اوحکومت کولوتوان نلري . يوبېسواده چي هرڅومره تورزن وي نسي کولاي دولتي اوحکومتي کارونه پر مخ بوزي . ځکه خوموږ په اصطلاح جهاد ،جگړې او ورانۍ ته هڅبی اوخپله په تعليم اوتحصيل مصروف دي . نوتل خوبه جگړه هم نه وي؟ آخريوڅوک خوبه سوله راولي ،هر وخت چي امن راسي پدغه ډول بېغوری کښي به پښتانه دبل تر لاس لاندي دولتي حاکميت ته غاړه ايږدي . بلې! ممکن تر يوه وخته داخبره مطرح وي چي ولسمشر پښتون اوسي،خوکه موږ دجگړې قهرمانان اوسو دسياست اودولت مداری ميدان که غواړئ اويانه غواړئ هغه بايلۍ . پدې هيله چي سبابيا يوشمير افغان دښمنه اوايراني نوکران زماله دغوټکونه دافغان ولس په منځ کښي دبې اتفاقو راپيداکولواوهغوي ته داښودلوچي وگورۍ پښتانه څه واي!ناوړه ستفاده ونه کړي . زه په خپل گران ټاټوبي افغانستان کي ټولو ورنو قومونو،ژبواومذهبونوته زښت زيات احترام اودرناوی لرم ، په پورته ويل سوو څوټکو کښي مي موخه داده چي داويده پښتانه اوددوي په نامه سياست وال ددوي ملي دندوته متوجه کړم ،فکر کوم دادهر قوم داستازي طبعي حق دی . گورۍ دوستانو! پدې ټکي اوس زموږ تاريخي دښمنان پوهېدلي دي ،ځکه خوموږ جگړې اونور تعليم اوتحصيل ته هڅوی . زمادوستانه نيوکه داده چي پدي نامه بايد ليکنه ونسي چي د((مالاراکټي راکټ …))،ځکه له دې عنوان نه دهيواد دښمنان زموږ دولس دگټو پر خلاف بده استفاده کوي .ملا سلام راکټي چي پخواهر څوک وو،اوس دپارلمان غړۍ دی ،هغه مسوليت لري دخپلو مؤکلينو دگټو اوغوښتنو څخه دفاع وکړی .داچي دانورواغلو اوښاغلو وکيلانوخپله ملي دنده هيره کړېده دادهغوي گناه ده . راسی سوال داسي مطرح کړو . دبهرنيانوپه مټ ساتلو دولتي چارواکو! کله به تاسوهغوځوانانوته چي له يوي خوادکورنيو اوبهرنيوپوځی ځواکونودراکټونو،واسکټونو، اکرام الله اشنا صاحب ! يوتريخ حقيقت خو دادی له هغوچي تاسوکومه توقع لری ،هغوي د نوروخوبونوپه رښتياکولواخته دي . اوس چي هغه دچاخبره ترهري ډبري لاندي يوڅوک ږغ کوي چي زه هم غواړم دافغانستان جمهوررييس شم ،فکر وکړۍ چي داښاغلي به څومره دخپل ولس په فکر کښي وي ؟؟؟ په يوه خبره به ئي درخلاصه کړم چي اوس تر راتلونکو ټاکنو پوري دسياسي بزکشيوميدان تود دی .هر څوک تلاښ کوی چي د ډله ايزو رسنيو پام ځانته واړوي. که ولسمشر نسي ،نو په پارلمان کي وکيل اوکه هغه هم نه وي دولايتي شورا اوکه بېخې ټپه تياره سي دولسوالي شورا غړيتوب خوبايد تر لاسه کړي . اوس تاسو فکر وکړی ! ايا دغه ښاغلي هغه دچاخبره آزموده را آزمودن خطااست ،به وکړاي سي دخپل حاکميت دلاسه ورکولو په ورستيو لحظوکښي چي ددوي لپاره دنفس د غرغړشېبې دی زموږ زوريدلوخلکو دځوان نسل دتحصيل دحق دمسلې په هکله فکر وکړي؟ وطن خراب اودقدرت پر سردمرموزوجگړو اوسياسي سياليوپه اورکښي وريت سو. راسی لومړی وطن ته نجات ورکړو. بيابه سالمه مشرتابه خپله فکر وکړي چي څنگه اودکوم عادلانه قضاوت پربنيادعالي اومسلکي تحصيلا تولپاره دځوانانوپر مخ دړه پرانيزي . پدې باوريم که زموږ ولس په رښتياسره ديوملي مشرتابه څښتن شو،چي خداي خبر!!!! دغه اوددې پشان نوري په سلهاوو ملي ستونزي اوناخوالي به حل سي . اوس ئې تاسواوری چي داساسی قانون همدا دوې، درې مادې دقدرت دترلاسه کولوپر سردسيالانودهر لوري لخوا په خپله گټه تعبيرېږي . آن په دولتي حاکميت کښي دځان دځايولولپاره دمختليفو شعارونوپه پورته کېدوسره په اساسي قانون کي دتغير راوستلولپاره اماده دي .داچي داکاريوار بياديوي لوې جرگې راغوښتلوته اړتيالري ،اومصرف ئي څوک ورکوي؟ اوياولي هره ورځ دلويي جرگې ترنامه لاندي زموږ اساسي قانون تغير وخوري ،دوي ئي په فکر کښي ندي .وايي امريکاشته پيسي بايد ولگوی . خودوي بايدپه هرنامه چي وي په دولت کي تردې لاهم زيات غوښن ځاي ولري . داټکی مي پدي بهانه ځکه په گوته کړ چي متاسفانه تر اوسه پوري داسي څوک ماونه ليدچي په سياسي کړنلاره کښي ئي ملي گټي په رشتيانۍ بڼه مطرح وي . گرانو هيوادوالو! ځوانان ئي رانه هيرکړه ،وطن دخرابۍ،بدبختۍ اوبربادی په لوردرومی . دپښتودستر شاعر عبدلواهاب سرتير صاحب پدې دوه بيتي نه یې پاي ته ورسوم: تاوژلۍ يم ،څوڅو واره زه موجوديم نه ورکېږم ته مې رېبه لور راواخله زه به لاپسي ډېرېږم دټول افغان ولس دملي يوالي حق ،عدالت ،سولي ،سوبات اودموکراسی دراتلوپه هيله . ومن الله التوفيق