کور / تازه خبرونه / کندهار: سلګونو قومی مشرانو په یوه لویه ..

کندهار: سلګونو قومی مشرانو په یوه لویه ..

په کندهار ولایت کی سلګونو قومی مشرانو  په یوه لویه غونډه کی د امریکا د ریس    جمهور بارک اوباما د نوی ستراتیژی چی د افغانستان او پاکستان په باب ده  او د افغانستان د ستری محکمی د پریکړی څخه چی د ریس جمهور حامد کرزی په واک کی  دپاتی کیدو په منظور ده خپل ملاتړ یی څرګند کړی دی.


د څلورو سو  شاوخوا د کندهار او یو شمیر د اورزګان ولایت  قومی مشرانو نن سه شنبه  په کندهار ښار کی په یوه غونډه کی وویل : د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور ریس نوی ستراژی د افغانستان په خیر ده.


 


حاجی عطامحمد د کندهار ولایت د جهادی قومندانانو په استازی توب وویل : مونږ د امریکا دنوی ستراتیژی او د افغانستان د ستری محکمی د پریکړه  څخه په کلک ملاتړ کوو.