چارواكي وايي د روزګان په ولايت كي يې له طالبانو سره په جنګ كي د هغوى ۳۰ جنګيالي وژلي او ۱۷ نور ټپيان كړي دي.
د روزګان امنيه قومندان جمعه ګل همت وايي دغه جنګ د دېراوت په ولسوالي كي پرون موښتى چي تر اوسه پوري دوام لري.
د همت په وينا په دې جنګ كي چي د ايتلافي ځواكونو مرسته هم ورسره ملګرې ده، څلور افغان پوليس ټپيان سوي دي.