.
ترتیب: حمید مهمند.
نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د مارچ د میاشتې ۳۱ نیټه.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د سترې محکمې په وروستۍ پریکړې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا نه یوازې د ولس مشر او د هغه د مرستیالانو د کار دوام ته مشروعیت نشي ورکولې بلکه د سترې محکمې سپیڅلتیا يې هم تر پوښتنې لاندې راوستلې ده.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د ناټو تړون د لوې منشي یاپ دې هوپ شیفر په حواله لیکلي دي چې دغه تړون په افغانستان کې د خپلو لګښتونو د برابرولو وس نلري.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د نوموړي په حواله لیکلي دي چې جاپان، سعودي عربستان او د خلیج هیوادونه باید په افغانستان کې د ناټو د راتلونکي ماموریت لګښتونه پخپله غاړه واخلي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې په حواله لیکلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې د ملکي خلکو حالت کړکیچن شوې دې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هاګ په نړیوالې غونډې تبصره کړې چې پکې د افغانستان په روانو ستونزو خبرې کیږي او لیکلي دي چې دا له افغانستان نه د نړیوال ملاتړ د دوام یوه څرګنده بیلګه ده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې پدې غونډه کې د افغان پلاوي ګډون ته په اشارې لیکلي دي چې ولس مشر کرزې به نن دې غونډې ته خپله وینا واوروي.
دې ورځپاڼې هم په افغانستان کې د انتخاباتو د نیټې له ځنډ نه وروسته د واک د دوام په تشې تبصره کړې او پدې ترڅ کې د سترې محکمې وروستۍ پریکړه ستایلې ده.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې دا خبر ورکړې چې د طالبانو پر ضد نوې سیمه ایز ائیتلاف جوړیږي.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې ایران روسیه او هند ویره لري که چیرې له منځلارو طالبانو په نامه خبرې اترې بریالۍ شي نو ناټو او امریکا به له افغانستان نه ووځي او واک به بیرته طالبانو ته ولیږدول شي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر هم ورکړې چې نن په هالنډ کې د افغانستان په اړه نړیواله غونډه پرانستل کیږي چې پکې له سلو نه د زیاتو هیوادونو او ټولنو استازي ګډون کوي او په افغانستان کې د امن او ثبات په رامنځ ته کولو خبرې کوي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې د هاګ په غونډې تبصره کړې او لیکلي دي چې پدې غونډه کې د افغانستان لومړیتوبونه څیړل کیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان په لاهور ښار کې د تیرې ورځې په حملې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا د ترورزم پر ضد د یو غښتلي کمپاین اړتیا په ډاګه کوي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې په پاکستان کې د روان حالت یو اصلي علت د ترورزم په خلاف د مبارزې لپاره ددغه هیواد نه لیواتیا ده.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه هاګ ناسته څیړلې او د هغې په ممکنه پایلو يې رڼا اچولې ده.
خو اصلاح بیا هم د سترې محکمې وروستۍ پریکړه څیړلې چې له مخې يې ولس مشر او د هغه مرستیالان کولې شي د نوې ولس مشر تر انتخاباه پورې په واک کې پاتې شي او لیکلي دي چې ټول افغانان باید ددې پریکړې ملاتړ وکړي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځباڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې د افغانستان دوه سفیران چې په فساد کې ښکیل بلل شوي محاکمه کیږي.
ورخپاڼې د موضوع په دوام د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د یوې موثقې سرچینې په حواله لیکلي دي چې په فرانسه او نیوزرلینډ کې د افغانستان سفیران ډیر ژر قضايي ارګانونو ته د ورلیږدلو تورونو د سپیناوې لپاره ور وپیژندلې شي.