کور / تازه خبرونه / هند له پاكستان سره خواخوږي څرګنده كړه

هند له پاكستان سره خواخوږي څرګنده كړه


د هند د كورنيو چارو وزير د پاكستان له حكومت او عوامو سره د پرونۍ پېښي په اړه خواخوږي څرګنده كړه.
د كورنيو چارو وزير پي چدا مبرم وويل د لاهور د تروريستي حملې په اړه د هند د حكومت او عوامو خواخوږي د پېښي د قربانيانو له كورنيو، پاكستاني عوامو او حكومت سره ده.
نوموړي وويل د نومبر د مياشتي تر بريدونو وروسته د هند حكومت د دغسي پېښو د مخنيوي دپاره پوره تيارى لري.
د لاهور د تېري ورځي حملې چي د پوليسو پر اكاډمي ترسره سوه، تر دېرشو زيات پوليس پكښي مړه او د پنځوسو په شاوخوا كي ټپيان سول.
پرونۍ حملې اته ساعته دوام وكړ، چي د پاكستان حكومت يې مسئوليت د قبايلي طالبانو پر غاړه واچاوه او د سې شنبې په ورځ د دغو طالبانو مشر بيت الله مسود هم ومنله چي دغه حمله دوى كړې وه.