د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي د ادبي ټولنې ’’ پښتوادبي غورځنګ ’’ له اړخه پسرلنۍ مشاعره جوړيږي
د نوموړې ټولني مشر صادق ژړك لراوبر ته وويل چې د پخوا په رنګه يې دا ځل هم پسرلي ته د ښه راغلاست په مخه د يوې لوي مشاعرې د جوړولو تابيا كړېده
هغه وويل چې دغه مشاعره چې د جنوبي پښتونخواتر څنګ به د كندهار ولايت شاعران هم په كې برخه اخلي داپرېل پر څلورمه نېټه ماسپښين يوه بجه د كوټي ښار په اداره ثقافت كې پيل كيږي
نوموړي د لراوبر ويب پاڼي له لاري د سيمې له ټولو فرهنګ پالو او د ادب له مينه والو څخه غوښتنه وكړه چې په خپل راتګ دي دغه مشاعره ښكلې كړي
! يـــــــــــــــادونـــــــــــه
د مشاعرې ځاي : اداره ثقافت جناح روډ كوټه
دمشاعرې نېټه : هفته ۴م اپرېل كال ۲۰۰۹م
دمشاعرې وخت : ماسپښين يوه بجه
له خوا : پښتوادبي غورځنګ كوټه جنوبي پښتونخوا