د قبايلي طالبانو مشر بيت الله مسود وايي د لاهور پرونى بريد دوى كړى وو، چي زياتو پاكستاني پوليسو ته يې درنه مرګ ژوبله پكښي واړوله.
بيت الله مسود د پروني بريد پر مسئوليت سربېره پاكستان ته د نورو دغسي بريدونو ګواښ هم وكړ.
د ښاغلي مسود څرګندوني وروسته له هغه كېږي چي د پاكستان د كورنيو چارو سلاكار وزير رحمان ملك وويل پرونى بريد چي د پوليسو پر اكاډۍ په لاهور كي ترسره سو، د وزيرستان په سيمه كي پلان سوى وو.