د پاكستان د كورنيو چارو سلاكار وزير رحمان ملك وايي د لاهور د پرون ورځي بريدونه په وزيرستان كي پلان سوي وو.
پاكستاني مقامات وايي په دې پېښه كي يې څلور كسه نيولي چي يو افغان هم پكښي شامل دئ.
پاكستان تېره اونۍ هم په لاهور كي د څلورو افغانانو د نيولو خبر وركړى و، چي ويل يې د حساسو دولتي ودانيو نقشې ورسره وې او د بيت الله مسود له خوا د حملو دپاره لاهور ته لېږل سوي وو.
د لاهور په پروني بريد چي د پوليسو پر اكاډمۍ وسو اته ساعته يې دوام وكړ او تر دېرشو زياتو پاكستاني پوليس پكښي مړي او د پنځوسو په شاوخوا كي ټپيان سول.