کور / تازه خبرونه / هند د امريكا د نوي ستراتيژۍ هركلى وكړ

هند د امريكا د نوي ستراتيژۍ هركلى وكړ


د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي هيواد يې د افغانستان او پاكستان په اړه د امريكا د نوي ستراتيژۍ پوره ملاتړ كوي.
ټاكل سوې ده چي راتلونكې اونۍ افغانستان د امريكا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروك په دې اړه هند يو ځانګړى سفر هم وكړي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت په حواله وركړل سوي خبرونه وايي د امريكا نوې ستراتيژي د تندلارو ډلو په له منځه وړلو كي شفافه ده او هندوستان يې ملاتړ كوي.
د امريكا په نوې پاليسي كي پاكستان ته ډېره پاملرنه سوې چي د ډېرو په ګومان تندلاري ډلي له دغه هيواد څخه پيسې او وسلې ترلاسه كوي.
هند او پاكستان د ۲۰۰۸ كال په وروستيو مياشتو كي د جګړې تربريده سره ورسېدل، چي وروسته د امريكا او برتانيې په منځګړتوب د جنګ پر ځاى خبرو ته كښېنستل.
هند د پاكستان يوه اسلامي ډله د نومبر د مياشتي په بريدونو كي متهمه كړه او له پاكستان څخه يې د دې ډلي د شلو لوړ پوړو غړو غوښتنه كوله.