د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وايي حكومت يې د افغانستان د ستري محكمې له هغي پرېكړي ملاتړ كوي، چي وايي د جوزا تر مياشتي وروسته هم افغان ولسمشر حامد كرزى پر واك د پاتېدو حق لري.
د افغانستان ستري محكمه وايي د ولسمشر كرزي واك كه څه هم د جوزا پر لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي، خو دا چي انتخابات له خپل وخت ځنډېدلي دي، نو ولسمشر كرزي هم خپل واك ته دوام وركولاى سي.
خو د ولسمشر كرزي مخالفي ډلي وايي د ښاغلي كرزي واك د جوزا پر لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي او بايد واك يوې انتقالي ادارې ته وسپاري.