کور / تازه خبرونه / امریکا له افغان انتخاباتو سره مرسته اعلان كړه

امریکا له افغان انتخاباتو سره مرسته اعلان كړه


د امريكا د بهرنيو چارو وزيري د هاګ كنفرانس ته تر رسېدو دمخه له افغان انتخاباتو سره مالي مرسته اعلان كړه.
هيلاري كلنټن وويل امريكا د افغانستان د خپلواكو انتخاباتو د ترسره كېدو غوښتونكې ده او په دې موخه ۴۰ ميليونه ډالره د انتخاباتو د خپلواك كميسون سره مرسته كوي.
آغلي كلنټن زياته كړه چي هيواد يې په افغانستان كي د هيڅ يوه كانديد ملاتړ نه كوي.