د ملي پيوستون پروگرام څلور ټول گټي پروژي پدي ورستيو کي د نيمروز په ولايت کي گټي اخستني ته وسپارل شوي .
د دي ولايت د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدغو ټول گټو او پراختيايي پروژو کي د(١١٠٠) مترو په اوږدوالي دښاري برښنا غځول ، د دوه وو ترانسفارمرونو نصبول او د دوه ديزلي ژرندو جوړول شامل دي .
يادي شوي پروژي دنيمروز ولايت په مرکز د چهاربرجک په ولسواليوکی د (٧٧٤٠٠٠) افغانيو په لگښت دکليو دبيارغوني اوپراختيا وزارت د ملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس د کليوالو په ونډي بشپړي او د (٧٧) کورنيو د استفادي وړ وگرځيدي .
د يادوني وړ ده چي دنيمروز په ولايت کي د ملي پيوستون پروگرام (١٧٠) پروژو کارپه دې نږدي وختو کي به گټي اخستني ته وسپارل شي .
دغه ډول د خوست ولايت څخه رارسيدلي خبر کي ويل سوي چي يوولس پروژي گټي اخستني ته وسپارل شوي .
يوولس پراختيايي پروژي دڅلور مليونو دوه سوه پنځه نوي افغا نيو په ارزښت پدي وروستيو کي دخوست په ولايت کي دملي پيوستون پروگرام له بودجي او په سلو کي لس دکليوالو په ونډي سره گټي اخستني ته وسپارل شوي .
د ملي پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدي پروژو کي دکرني دځمکو داوبو لگولو لپاره دسربند جوړول ، استنادي ديوال ، کانال ، پل گوټي او دښځو لپاره دسواد دزده کړي دکورس دايريدل شامل دي .
يادي شوي پروژي د خوست ولايت دموسي خيلو، ټنيو ،مندوزيو اوځاځيو په ولسواليو کي بشپړي شوي چي له هغه نه څه دپاسه (١٥٢٣) کورني برخمني شويدي .