کور / تازه خبرونه / پنجاب: د پوليسو اكاډمي بيرته ونيول سوه

پنجاب: د پوليسو اكاډمي بيرته ونيول سوه


د پنجاب په لاهور ښار كي امنيتي مقامات وايي يرغمل سوي پوليس يې د بريدكوونكو له منګولو خلاص كړي او د پوليسو روزنځاى يې بيرته ځني نيولى دئ.
د دوشنبې په سهار د لاهور د پوليسو پر اكاډمي باندي نامعلومو وسله والو بمي بريدونه وكړل او د څو ساعتونو دپاره يې د اكاډمۍ كنټرول په لاس كي واخيست.
پاكستاني رسنۍ وايي په دې پېښه كي تر شلو زيات پوليس وژل سوي او د دېرشو په شاوخوا كي ټپيان دي، خو د پېښي شدت ته په پام سره ښايي مړه او ټپيان تر دې ډېر وي.
د پاكستان ولسمشر او صدراعظم دغه پېښه غندلې او وايي دا د نومبر د مياشتي بريدونو ته ورته يو منظم تروريستي پلان وو، چي په بمبيى كي تر سره سوى وو.
پاكستاني مقاماتو تر اوسه د دې پېښي مسئوليت د چا پر غاړه نه دئ ور اچولى او نه هم كومي ډلي پر غاړه اخيستى دئ.