کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر د هالنډ په سفر روان سو

افغان ولسمشر د هالنډ په سفر روان سو


د افغانستان ولسمشر حامد كرزى تر غرمې وروسته د هالنډ په كنفرانس كي د ګډون په موخه روان سو.
له ولسمشر سره په دې سفر كي د كابيني وزيران هم شامل دي، چي د هاګ په ښار كي به د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۸۰ هيوادونو او د شلو نړيوالو موسسو له استازو څخه په جوړ سوي كنفرانس كي ګډون وكړي.
د دې كنفراس غوښتنه د رواني مياشتي په پيل كي د امريكا د باندنيو چارو وزيري د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه كي وكړه.
مېرمن هيلاري كلنټن وړانديز وكړ چي د افغانستان د سولي او ثبات په اړه دي يو نړيوال كنفرانس جوړ سي او ګاونډي هيواد اېران ته دي هم د ګډون حق وركړل سي.
اېران تېره اونۍ د امريكا وړانديز ته لبيك ووايه او د بهرنيو چارو مرستيال وزير يې دې كنفرانس د ګډون په موخه لېږلى دئ.
تمه ده چي ولسمشر كرزى به تر هالنډ وروسته تركيې ته هم رسمي سفر وكړي او هلته به پر تركي مقاماتو سربېره د پاكستان د ولسمشر آصف زرداري سره هم وګوري.