کور / تازه خبرونه / طالبان ناټو ته مرګ ژوبلي د اړولو ادعا كوي

طالبان ناټو ته مرګ ژوبلي د اړولو ادعا كوي

طالبان: په چاودنه او توغندويي بريد كې مو ناټو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې
د خوست په تڼيو ولسوالۍ كې د ناټو ځواكونو په يوه پوځي موټر پسې بمي چاودنه شوې.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد  وايي، چې چاودنه د دوى كسانو كړې او په موټر كې سپاره ټول بهرني سرتيري يې ټول وژلي دي.
خو په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو مطبوعاتي دفتر، خوست ميډيا سنټر ته ويلي، چې چاودنې يې موټر زيانمن كړى، خو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يو بل خبر له مخې تېره او وړمه شپه د خوست په صبريو ولسوالۍ كې د افغان او ناټو ځواكونو پر ګډ پوځي مركز تر لسو زيات توغندي توغول شوي، چې وسله وال طالبان مقابل لوري ته د مرګ ژوبلې ادعا هم كوي. خو ناټو ځواكونه وايي، چې له دې امله ځاني زيان نه لري.
ناټو دا هم وايي، چې توغندي له داسې سيمو ويشتل كيږي، چې ملكي وګړي هم پكې دي او كه دوى پرې متقابل بريد كوي، نو كيداى شي ملكي وګړو ته هم زيان واوړي.