.
د پكتيا ولايت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ كې يوې بمي چاودنې درې پوليس وژلي دي.
چاودنه هغه مهال وشوه، چې پوليس په ورسره رېنجر موټر كې پر لاره روان وو او د سړك غاړې بم پسې وچاوديد.
د پكتيا امنيې قوماندان جنرال عزيزاحمد وردګ وايي، چې چاودنې په يوه رېنجر موټر كې سپاره درې پوليس وژلي دي.
وزي ځدراڼ د پكتيا اړوند، خوست ته د غځيدلي لويې لارې پر سر پرته ولسوالي ده.
پر دغه لار، ډېر كله په بهرنيو ځواكونو او هغوى ته د اكمالاتي كاروانونو په موټرونو پسې ورته چاودنې شوې دي.