کور / تازه خبرونه / چارواكي: خوست كې اوو ماين خښوونكو ته مرګ ژوبله واوښته

چارواكي: خوست كې اوو ماين خښوونكو ته مرګ ژوبله واوښته


30-03-09
ځايي حكومتي چارواكي وايي، چې د خوست په صبريو ولسوالۍ كې په دوو چاودنو كې اوو ماين خښوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې.
خو د سيمې خلك يوه چاودنه او د دوو كسانو وژنه يادوي.
د صبريو ولسوال دولت خان قيومي وايي، چې نن سهار د نوموړې ولسوالۍ د ډنډ فقيرانو په سيمه كې درې تنه هغه مهال ووژل شول او دوه نور ټپيان شول، چې د لارې پر سر يې ماين ځاى پرځاى كاوه او خپله پسې وچاوديده.
ده دا هم وويل، چې په ټپيانو كې يو يې له پولې ها خوا د وزيرستان سيمې اوسيدونكى دى.
دولت خان قيومي زياتوي، چې په ورته يوه بله پېښه كې، چې د همدې ولسوالۍ سروبي سيمې ته نېږدې شوې، يو تن وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.
خو د سيمې خلكو خوست ميډيا سنټر ته ويلي، چې د بم چاودنې يوه پېښه شوې او له امله يې د سيمې دوه تنه وژل شوي دي.
صبري د خوست په دېرش كيلومټره شمال ختيځ كې پرته پراخه ولسوالي ده او د خوست په كچه پكې د تاؤتريخوالي پېښې زياتې كيږي.
څو ورځې وړاندې د همدې ولسوالي په مركزي خالبېسات نومي سيمه كې د ملكي  وګړو په يوه كاسټر موټر پسې د بم چاودنې له امله نهه كسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي وو.