نن غرمه د ډنډ ولسوالۍ په ودانۍ کي يوه ځانمرګي بريدمرګ ژوبله رامنځته کړه ، بريد د تذکېرې اخستلو په څانګه کي ترسره سو، چي پوليسو او عامو كسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
يوې باوري سرچيني لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي د ډنډ ولسوال ته په بريد كي كوم زيان نه دئ رسېدلى خو امنيه قومندان يې سر سري ژوبل سوى دئ.
د ډنډ امنيه قومندان وايي تر اوسه نه د مړو دقيق شمېر معلوم دئ او نه هم د بريد كوونكي هويت په ډاګه سوى دئ، خو لومړني راپورونه وايي په بريد كي اته كسه وژل سوي چي څو تنه پوليس هم پكښي شامل دي، د امنيه قومندان په وينا پوليسو يې په دې اړه پلټني پيل كړي دي چي بريد كوونكى په څه ډول ولسوالۍ ته پر ننوتلو توانېدلى وو.
دا په داسي حال کي ده چي څو مياشتي مخکي هم د ډنډ ولسوالۍ په ودانۍ کي ځانمرګی بريد ترسره سوی و چي دوه پوليس يې وژلي وه .
د نننۍ پېښي پړه طالبانو پر غاړه اخستې ده .