کور / شعر / غزل

غزل

د بي  غيرته  خاينانو سه  مى  جوړه  نــــــــه ده
وطنه ستا د دښمانانو سه مى جوړه  نــــــــه  ده


چه د حرامو او حلالو منځ کى فرق نـــــــه کوى
تش په نامه مسلمانانو سه مى جوړه نـــــــــه ده


چه تکبر کوى  بى رحمه  په خوارانــــــــو باندى
د کبرجنو انسانانو  سه  مى  جوړه  نــــــــــــــه ده


غريب   سړى   يم  غريبانو  سره  مينـــــــــه  لرم
د  ظلم  ځور د  خاوندانو  سه  مى جوړه  نه  ده


زه روح الله به يي رسوا کړم خلاصيدلى نشى
د ريشوت خورو مامورانو سه مى جوړه نه ده