افغان چارواكي وايي پرون د خوست په ولايت كي پنځه كسه طالبان په خپلو ماينونو وژل سوي دي.
د خوست د صبريو ولسوال دولت خان قيومي د چين زينهووا آژانس ته وويل وژل سوو طالبانو غوښتل د سړك پر دواړو غاړو ماينونه ښخ كړي وو، خو دوى لا له سيمي نه وو وتلي چي ماينونه پر وچاودل.
د نوموړي په وينا په دې پېښه كي دوه طالبان ټپيان سوي هم دي.